د کانونو د سکتور مالي تمویل، افغانستان د ځان بسیاینې په لور بیايي

د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه وال بانکونو سره د تشبثاتو په ګردي میز کې د کانونو د سکتور د تمویل په برخه کې چې د ۱۳۹۳ کال د سلواغې په ۲۸ نېټه په کابل کې د افغانستان د بانکونو د ټولنې لخوا جوړه شوې وه، د ګډون ترڅنګ وویل چې افغانستان د زیاتو زیرمو او منابعو لرونکی دی او خصوصي سکتور په دې منابعو کې په اغیزناکو پانګونو سره کولای شي افغانستان د ځان بسیاینې، پراختیا او د زیاتې اقتصادې ودې په لور بوځي. نوموړي همدا ډول د کانونو د سکتور استراتیژیک ارزښت په کتو سره مالي منابعو ته اشاره وکړه او د هغو مالي ادارو رول یې چې په دې سکتور کې پانګونه کوي، اغیزناکه وباله. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه وال د وینا متن د لوستونکو په واک کې ورکوو