د زړو پیسو څخه د نامناسبو پیسو د بیلولو په اړه د ملي تلویزیون د آیینه شهر خپرونې سره د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي مرکه

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د روان کال د مرغومې په ۳۰ نیټه د زړو بانکنوټونو څخه د نامناسبه بانکنوټونو د بیلولو او تفکیک په اړه د افغانستان د ملي تلویزیون د آیینه شهر خپرونې سره مرکه کړې ده چې لنډ متن یې لاندې وړاندې کېږي:

پوښتنه: مهرباني وکړئ د نامناسبه او زړو پیسو په اړه معلومات ورکړئ؟

ځواب: په دې وروستیو کې د زړو پیسو او نامناسبو پیسو د بدلولو په برخه کې سوء تفاهم رامنځ ته شوی، څنګه چې ګران هېوادوال فکر کوي چې د ۱۳۹۶ کال د زمري میاشتې د ۳۱ نیټې وروسته زړې پیسې د اعتبار وړ نه دي. خو د دوي د معلوماتو لپاره باید ووایم چې ګران هېوادوال باید زاړه بانکنوټونه تر نامناسبه بانکنوټونو څخه تفکیک کړي، زاړه پیسې هغه دي چې په ورځني راکړې ورکړې کې د زیاتې کارونې له کبله زاړه شوي یا شکېدلي وي. دا ډله پیسې هر وخت پرته له هیڅ ډول محدودیت څخه د صرافانو، سوداګریزو بانکونو او په ټول هېواد کې د افغانستان بانک د نمایندګیو لخوا بدلول کېږي. ګران هېوادوال باید په دې تړاو هیڅ اندیښنه و نه کړي. همدا ډول نامناسبه پیسې د افغانستان بانک قانون د (۳) مادې په پام کې نیولو سره هغو بانکنوټونو ته ویل کېږي چې پر مخ یې څه لیکل یا نقاشي شوی وي، پرې مهر لګیدلی وي یا تسلسلي سوري ولري، هغه بانکنوټونه چې وینځل شوی یا د تیزابو یا نورو کیمیاوي موادو د تویدو له امله خراب شوی وي او یا هم پر مخ یې چسپناکه مواد کارول شوی وي.

دا ډله بانکنوټونه د ۱۳۹۶ کال د زمري میاشتې تر پایه پورې د افغانستان بانک په ټولو نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او صرافانو لخوا پرته له هیڅ ډول کمیشن څخه مبادله کېږي او د یاد شوي تاریخ څخه وروسته نامناسبه پیسې مصادره کېږي.

پوښتنه: هېوادوال شکایت کوي چې خصوصي بانکونه نامناسبه پیسې نه آخلي؟

ځواب: بانکونه اړ دي چې زړې او نامناسبه پیسې راټولې کړي، مونږ د خصوصي بانکونو د مشرانو سره په یوه جلا ناسته کې په کلکه لارښوونه کړې چې دا ډله بانکنوټونه راټول او د افغانستان بانک ته وسپارل شي.

پوښتنه: مهرباني وکړئ د افغانۍ څخه د ساتنې او د هغه د دودولو په برخه کې د خلکو د پوهاوۍ پروګرامونو په اړه معلومات ورکړئ؟

ځواب: د افغانستان بانک هر کال د تبلیغاتو د یوې پراخې طرحې په قالب کې د عامه پوهاوۍ پروګرامونه جوړ کړي او د افغانستان بانک د ټولنیزو شبکو د سایټونو، د بانک د مجلې، په ټول هېواد کې د غږیز او انځوریزو رسنیو، د بلبورډونو د لګولو او د تبلیغاتي پاڼو، د افغانۍ دودولو او ساتلو بوکلیټ او بروشور، د صرافانو د ټولنې، د جوماتونو ملا امامانو سره د غونډو او د ښوونځیو زده کوونکو ته د پرزنټیشنونو د وړاندې کولو له لارې د عامه پوهاوۍ لپاره کار کړی دی.

د ګرانو هېوادوالو څخه هیله کوم چې د افغانۍ د ساتلو په برخه کې جدي پام وکړي او پرې نږدي چې د ټاکلي مودې څخه مخکې زاړه او له کاره ولویږي.