د افغانستان بانک د مالی معاملو او راپورونو د څېړنې د مرکز او د ازبکستان جمهوریت د لویې څارنوالۍ له اقتصادي جرمونو سره د مبارزې د ادارې ترمنځ د مالي معلوماتو د تبادله کولو هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، ۱۳۹۷ د کب ۲۷ـ د افغانستان بانک د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز د پیسو د وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو د مخینوۍ د قانون د یو دېرشمې مادې د حکم پر بنسټ، په کابل کې مېشت د ازبکستان جمهوریت په سفارت کې په افغانستان کې د ازبکستان جمهوریت د هېواد د سفیر ښاغلي یادګار خواجه شادمانوف په حضور کې د ازبکستان جمهوریت د څارنوالۍ د اقتصادي جرمونو پر وړاندې د مبارزې له ادارې سره د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو اصلي جرمونو اړوند د مالي معلومات د تبادلې په هکله د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

په یاد هوکړه لیک کې د درج شویو مواردو پر بنسټ، د افغانستان بانک د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز او د ازبکستان د لویې څارنوالۍ د اقتصادي جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو اړوندو جرمونو په اړه په څېړنو کې د ملاتړ په موخه په اتومات ډول او یا د دواړو اړخونو د غوښتنلیک پر بنسټ د مالي معلوماتو په راټولولو، څېړنې، شننې او همدا ډول د معلوماتو د تبادلې په اسانه کولو مکلف دي. دا هوکړه لیک په دواړو ادارو کې د پیسو د وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو اصلي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د اډانې د جوړیدو، د معلوماتو د تبادلې د چټکتیا، د یو اغیزناکه میکانیزم او همغږۍ د جوړیدو په موخه لاسلیک شوی دی.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ازبکستان د جمهوریت ترمنځ د دوه اړخیزه همکاریو او د دوو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په پام کې نیولو سره، دا هوکړه لیک به د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او د نورو اصلي جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مثبتې او د پام وړ اغیزې ولرې.

د یادونې وړ ده چې د پیسو وینځلو، د ترهګرۍ د تمویل او له نورو اصلي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې مالي معلوماتو د تبادله کولو په تړاو دا نولسم هوکړه لیک دی چې تر اوسه پورې د افغانستان بانک د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې د مرکز لخوا له بهرنیو ورته ادارو سره لاسلیک شوي دي.