د افغانستان بانک د عامه اعتبارونو د ثبت د لوی آمریت او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

کابل، ۱۳۹۸ د وري ۱۳ـ د افغانستان بانک تل هڅه کوي چې د عامه اعتبارونو د ثبت د سیستم د پراختیا او پیاوړتیا له لارې په هېواد کې مالي پیسو ته د لاسرسۍ په برخه کې لا اسانتیاوې رامنځ ته کړي. له همدې امله یې د هېواد له یو شمېر دولتي ادارو سره یو لړ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي چې دا ځل یې هوکړه لیک له اترا ادارې سره لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د دې هوکړه لیک د لاسلیکولو پر مهال وویل چې د دې سیستم کارونه له بانکي نظام سره مرسته کوي څو په اداینیز سیستم کې د ډسپلین د رامنځته کولو ترڅنګ مالي پیسو، مالي خدمتونو او مالي اسانتیاوو ته د هېوادوالو لاسرسی زیات کړي.

ورپسې د افغانستان د مخابراتي تنظیم د ادارې مشر ښاغلي ډاکټر نجیب عزیزي وویل؛ اترا ویاړ لري چې داسې هوکړه لیک لاسلیک کوي چې له لارې کولای شي د هېواد په اقتصادي او مالي وده کې په یو ډول نه یو ډول خپله ونډه ترسره کړي او هڅه کوي څو د هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره اغیزمن واقع شي.

د عامه اعتبارونو د ثبت سیستم چې په عصري ټکنالوژۍ سمبال دی، کولای شي د هېواد په اقتصاد باندې په تصمیم نیونه کې د عمل د چټکتیا، په کاري چارو کې د روڼتیا، د عملیاتي لګښتونو د کموالي، د مالي خطرونو د کموالي او د مالي معاملو په چارو کې د اعتباري سوابقو پر بنسټ د اشخاصو د پیژندلو له لارې په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغیز پریږدي.

له سوداګریزو بانکونو، کوچنیو مالي مؤسسو، د افغانستان د برېښنا شرکت، مخابراتي شرکتونو او نورو اړوندو ادارو څخه د اعتباري معلوماتو راټولول له یوې خوا کولای شي مالي پیسو ته لاسرسي زیاته، په اجرااتو کې روڼتیا او د عمل چټکتیا او د دولت د عوایدو له زیاتیدو څخه ملاتړ رامنځ ته کړي؛ له بلې خوا دا پروسه له افغانستان سره مرسته کوي څو د نړیوال بانک د کلني راپور (Doing Business) په درجه بندۍ کې د Getting Credit یا د مالي اعتبار د اخیستلو په برخه کې په یو ښه ځای کې راشي.