پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک په پلازمینه کابل کې افغانۍ زاړه بانکنوټونه وسوځول
د 1398 کال د وری ۱۴ مه - د افغانستان بانک د قانون د 39 او 42 مادې پربنسټ یو میلیاردو ۷۸۵ میلیونه ۷ سوه زره له کاره لوېدلې زړې افغانۍ بانکنوټونه د سوځولو د ځانګړي پلاوي پر وړاندې په کابل کې وسوځول.
د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د پیسو د سوځولو پرمهال وویل چې په افغانستان کې له پیسو څخه د سمې ساتنې کلتور باید دود شي، پیسې باید په بکسي جیبونو کې وساتل شي او بانکدارۍ سیستم باید پیاوړی شي چې نغدي معاملو حجم کم شي، څو د پیسو له ژر زړیدو او له کاره لویدو څخه مخنیوی ترسره شي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه که څه هم افغانۍ بانکنوټونه په لوړ کیفیت چاپ شوي، خو په ورځنیو چارو کې له دې پیسو څخه د خلکو د ناسمې ساتنې او ناوړه کارولو له امله ژر زړیږي او د بیاځلي چاپ لپاره یې لګښت ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې زړو سوځول شويو بانکنوټونو زریز، پینځه سویز، سلیز، پنځوسیز، شلیز، لسیز، پېنځه ایز، دوه ایز او یو ایز ډولونه لرل چې د مشرانو جرګې، د عدلیې وزارت، مالیي وزارت او امنیتي ارګانونو د استازو په ګډون او د افغانستان بانک د بېلا بېلو برخو د پلاوي پر وړاندې وسوځول شول.