موخې

د افغانستان بانک عمده موخه د کورنیو بیو د ثبات تأمینول او ساتل دي، نورې موخې چې د هغې د لومړنۍ موخې تابع دي، له سیالیت (نقدینه ګۍ)، د پورونو د ورکړې له قابلیت، د بازار پر اقتصاد د ولاړ ثابت مالي سیستم له اغیزناکه فعالیت څخه ملاتړ او د ورکړې د خوندي، سالم او اغیزمن ملي سیستم له پیاوړتیا څخه عبارت دي. د افغانستان بانک د خپل لومړنۍ موخې په پام کې نیولو سره، د دولت د کلي اقتصادي سیاستونو ملاتړ کوي او دوامداره اقتصادي وده پیاوړې کوي.