اصلي دندې

هغه عمده دندې چې د افغانستان بانک د هغه د اجرأ کولو مسئولیت لري په لاندې ډول دي:

۱  د افغانستان د پولي سیاست طرح کول، تر لاس لاندې نیول او اجراءکول.

۲  د ارزي سیاست طرح،ترلاسو لاندې نيول، اجرأ او د افغانستان د اسعارو ترتیبول.

۳  د افغانستان د اسعارو د رسمي زېرمو ساتنه او اداره کول.

۴  د افغانستان د کاغذي پیسو او فلزي مسکوکاتو چاپول، ضربول او خپرول.

۵  د دولت د بانکوال او د مالی سلاکار او استازي په توګه دنده سر ته رسول.

۶  د جواز صادرول یا ثبتول، تنظیم او پر بانکونو، د اسعارو پر صرافانو، د پولي خدمتونو پر وړاندې  کوونکو، د ورکړې د سیستم پر مجریانو، د بها لرونکو سندونو د خدمتونو پر وړاندې کوونکو، دبیه لرونکو سندونو د لېږدونې د سیستم پر مجریانو او نورو هغو اشخاصو باندې څارنه چې د افغانستان بانک کولای شي د قانون د حکمونو مطابق د هغوی څارنه وکړي.

۷ د هغو بیه لرونکو سندونو د ورکړې او انتقال لپاره د اغېزمن او سالم سیستم جوړول، ساتنه او وده چې د دولت یا د د افغانستان بانک لخوا صادر شوي وي او د ورکړه ایزو (پرداختي) معاملو او هغو معاملو د حساب تصفیه او تسویه چې په دغه ډول بیه لرونکو سندونو کې صورت مومي.