پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
عالي شورا
د افغانستان بانک عالي شورا د تصمیم نیولو تر ټولو غوره مرجع ده چې غړي یې د افغانستان بانک د کلي سیاستونو د طرحې او د هغه پر ادارې او فعالیتونو د څارنې مسئول دي، عالي شورا له اوو غړو څخه جوړه ده چې د جمهور رئیس له فرمان سره سم مقرریږي. د عالي شورا د غړو د خدمت دوره پنځه کاله ده، د افغانستان بانک د عالي شورا غونډې په هرو دریو میاشتو کې یو ځل جوړیږي او د اړتیا په صورت کې کولای شي له ټاکلې مودې مخکې هم جوړه شي.
د عالي شورا غړو:
|
خلیل صدیق لوی رئیس او د عالي شورا رئیسښاغلي خلیل صدیق لومړنۍ زده کړې د چهار آسیاب په ښوونځي، ثانوي زده کړې په حبیبیه لېسه او لوړې زده کړې په ۱۳۵۰ کال کې د کابل پوهنتون د ملي اقتصاد په څانګه کې ترسره کړي او په هماغه کال یې د افغانستان بانک د کارکوونکي په توګه په کار پیل کړی چې د افغانستان بانک په بېلابېلو برخو کې یې دندې ترسره کړي دي. ښاغلي صدیق په ۱۹۸۰ زیږدیز کال کې د افغانستان بانک د بهرنۍ سوداګرۍ د لوی مدیر او په ۱۹۸۱ زیږدیز کال کې د څېړنې او مطالعو د لوی مدیر په توګه دندې ترسره کړې دي، هغه په ۱۹۸۲ زیږدیز کال کې د وخت د جمهور رئیس د فرمان له مخې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په توګه وګمارل شو او په (۱۹۸۹-۱۹۸۶) زیږدیز کال کې د افغانستان بانک د لوی رئیس د سلاکار په پست کې دنده ترسره کړې ده. ښاغلي صدیق په ۱۹۹۰ زیږدیز کال کې د وخت د جمهور رئیس د فرمان پر بنسټ د افغانستان بانک د لوی رئیس په توګه تقرر ترلاسه کړ. له ولسي جرګې څخه د تائید د رایې په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په ۲۲ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس لخوا په رسمي مراسمو کې د لوی رئیس په توګه معرفي شو.
|
|
واحد الله نو شیر لومړی مرستیال او د عالي شورا مرستیالښاغلی واحدالله نوشیر د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۵/۱۰/۰۴ نېټې وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام د ۳۳۶۵ ګڼې ۱۳۹۵/۱۰/۰۷ نېټې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د لومړي مرسیتال په توګه وټاکل شو .د افغانستان بانک لومړی مرستیال ښاغلی واحدالله نوشیر یو تکړه اقتصاد پوه او بانکر دی چې د ماسټرۍ سند یې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې په مالي او د نړیوالې بانکوالۍ په څانګه کې د بریتانیې د برمنګهم له پوهنتون څخه په اعلی درجه ترلاسه کړی دی. سربېره پر دې ښاغلی واحدالله نوشیر د پاکستان له اسلامي پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کې لیسانس او ماسټري هم لري چې د روزنیز ظرفیت په پام کې نیولو سره یې دواړه دورې د سرو زرو د مډال په ترلاسه کولو سره پای ته رسولي دي. ښاغلی واحدالله نوشیر د هېواد دننه او بهر په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کړي دي، څرنګه چې په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ماليې وزارت د اقتصادي پالیسۍ د سلاکار په توکه دنده پر غاړه درلوده او له دې مخکې یې په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده. |
|
ډاکټر شاه محمد محرابی د عالي شورا غړیډاکټر شاه محمد محرابي د افغانستان بانک د ټولو ریاست د ۱۳۹۴ کال د لړم د ۱۳ نېټې وړاندیز او د جمهوري ریاست د ۱۹۰۴ ګڼې، ۲۸/۹/۱۳۹۴ نېټې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه د بیا لپاره وټاکل شو. ډاکتر صاحب محرابي د تجربو او کاري تخصص په پام کې نیولو سره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۷ کال کې د عالي شورا د غړي په توګه ګمارل شوی ؤ. ښاغلی ډاکټر شاه محمد محرابي لوړې زده کې د لیسانس په کچه د کلفورنیا د پولتخنیک پوهنتون د اقتصاد په څانګه کې ترسره کړي او د ماسټرۍ سند یې د امریکا له سینسیناتي پوهنتون او د دکتورا سند یې هم له امریکا څخه د اقتصاد په څانګه کې ترلاسه کړي دی. ښاغلي ډاکټر شاه محمد محرابي د مالیې وزارت د اقتصادي سیاستونو د ستر سلاکار په توګه هم دنده ترسره کړې ده او همدا ډول یو څه موده یې د “مین” په پوهنتون کې د ماسټرۍ او لیسانس په برخه کې د اقتصاد مضمون د استاذ په توګه کار کړی دی. په ورته وخت کې ډاکټر صاحب محرابي د نړیوالې ټولنې د نړیوالې اتحادیې د پوهاوۍ او د ویرجینیا د اقتصاد پوهانو د ټولنې د رئیس په توګه هم دندې ترسره کړي دې چې له دې وروسته یې د پوهاوۍ د نړیوالې ټولنې د مجلې د مسؤول مدیر په توګه کار کړی دی. همدا ډول ښاغلی ډاکټر محرابي د شمالي امریکا د اقتصادي او مالي ټولنې د مشوره ورکوونکي پلاوي (NAEFA) او د منځني ختیځ د اقتصادي ټولنې د مدیره پلاوي (MEA) د غړي په توګه هم دندې ترسره کړي دي. ښاغلی ډاکتر محرابي په مالي او بانکي برخو کې د مسلکي او تخصصي پوهې ترڅنګ د مالي او سوداګرۍ په برخه کې د بډایه کاري او روزنیزې تجري لرونکی دی. همدا ډول نوموړي د اقتصاد، مالي، بانکي او پراختیا په برخو کې ډېرې عملي او تحصصي مقالې لیکلي دي چې د بېلګې په توګه د څو مقالو نومونه یې اخلو؛ ”د افغانستان مالي سکتور“، ”د مکسیکو مرکزي بانک او پولي سیاست“، “په ایران کې پلان جوړونه او سیاست جوړونه”، “ د افغانستان د ګمرکونو پنځه کلن ستراتیژیک پلان”، “د منځني ختیځ وروستۍ پراختیا”، ”د سوډان مالیاتي او کرنیزه جوړښت“، ”په پورتوریکو کې بهرنۍ مستقیمې پانګونې“ او ”د اوپک د اقتصاد اغیز“ . |
کاترین فقیري د عالي شورا غړېاغلې کاترین فقیري د افغانستان بانک د عالي شورا د غړې په توګه په دنده وګمارل شوه. میرمن فقیري د امریکې د متحدو ایالتونو د سنجوزې ایالت له پوهنتون څخه د انګلیسي ادبیاتو په څانګه کې د لیسانس سند ترلاسه کړی دی. همدا ډول اغلې فقیري له ایټالیې هېواد څخه د کوچنیو پورونو د ادارو د ظرفیت لوړولو او د کوچنيو صنایعو د مربیانو د روزنې په برخه کې د ډیپلوم ترڅنګ له بنګلادیش هېواد څخه هم د کوچنیو مؤسسو د پور ورکونې په برخه کې ډیپلوم ترلاسه کړی دی .اغلې فقیرې د افغانستان بانک د عالي شورا له غړیتوب څخه مخکې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۰۳ کاله پورې د امریکې د متحدو ایالاتونو د Net Centrax INC ادارې د بشري منابع د مدیرې په توګه دنده ترسره کوله. میرمن کاترین په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې په افغانستان کې په کار پیل وکړ او په بېلابېلو ادارو کې یې دندې ترسره کړې، اغلې کاترین په ۲۰۰۳ کال کې د پرواز (PARWAZ) ادارې د مؤسسې او عامل مدیر په توګه په کار پیل کړی او په ۲۰۰۴ زیږدیز کال کې یې څه کم یو کال د کوچنیو پورونو په لومړني بانک (FMFB) کې د بشريٍ منابع د آمرې په توګه دنده ترسره کړې ده او له دې وروسته یې تر ۲۰۰۸ کاله پورې د پرواز ادارې د عامل مدیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړی دی او له دې دندې وروسته یې تر ۲۰۱۳ زیږدیز کاله پورې د کوچنیو پورونو د ملاتړ ادارې (مسفا) د عامل مدیر په توګه دنده ترسره کړې او د کوچنیو پورونو سکتور یې پر پښو ودرولی دی. اغلې کاترین فقیري د مسلکي او تخصصي پوهې ترڅنګ د مالي چارو، سوداګرۍ، حقوقي او بشري منابعو په برخه کې د کاري تجربې درلودونکې ده په ورته وخت کې نوموړې په مالي او مدیریتي برخه کې ۱۳ کاله او د بشري منابع په برخه کې ۵ کاله کاري تجربه لري، د اغیزناکه بازار موندنې طرحه او استراتیژي او د سوداګرۍ طرحه کول یې مهمې کړنې دي او د منځنیو او کوچنیو سوداګریو د پیل په موخه یې شاوخوا ۵۰۰۰ ښځو لپاره د مناسبو فرصتونو د رامنځ ته کیدو په برخه کې د (CGAP) جایزه تر لاسه کړې ده. اغلې کاترین فقیري په دې وروستیو کې د افغانستان بانک د لوی ریاست د وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ریاست د مقام د ۱۹۴۵ ګڼې ۱۳۹۳/۶/۳۰ نېټې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړې په توګه ټاکل شوې ده. |
|
|
عبدالوکیل منتظر د عالي شورا غړېښاغلی دوکتور عبدالوکیل منتظر د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۷/۱/۱۱ نېټې وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي د ۵ نیټې، د ۴۲۲ ګڼې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلی عبدالوکیل منتظر خپلې لوړې زده کړې د لیسانس په کچه د اقتصاد په څانګه کې له کابل پوهنتون څخه، د ماسټرۍ په کچه د کار د مدیریت په برخه کې له المان او د دکتورا په کچه د اقتصاد په برخه کې له استرالیا څخه ترلاسه کړي دي. ښاغلی منتظر په ۱۹۷۵ کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروفیسور د مرستیال په توګه په کار پیل کړی او تر ۱۹۷۷ کاله پورې یې په همدې پُست کې کار کولو. ښاغلی منتظر د ۱۹۹۵ او ۱۹۹۲ کلونو ترمنځ د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروفیسور د مرستیال ترڅنګ، د احصائیې د ډیپارټمنټ د آمر او د همدي پوهنځي د بورډ د غړي په توګه هم دنده ترسره کړې ده. دوکتور منتظر څه موده د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د رئیس په توګه هم پاتې شوی چې په دې پُست کې یې د خدمت موده ۱۹۹۲ څخه تر ۱۹۹۸ کلونه رانغاړي. دوکتور منتظر له ۱۹۹۸ کال څخه تر ۲۰۰۴ کاله پورې د ننګرهار پوهنتون د اکاډمیک غړي، د اقتصاد پوهنځي د بورډ د غړي او له ۲۰۰۵ کال څخه تر ۲۰۱۵ کاله پورې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د بازار د مدیریت د ډیپارټمنټ د آمر په توګه دندې ترسره کړي دي. همدا ډول ښاغلی منتظر د مالي چارو او سوداګرۍ په برخه کې د مسلکي او تخصصي پوهې لرونکی دی او په ورته وخت کې د مالي او سوداګرۍ د مدیریت په برخه کې ۴۰ کاله د ښوونې تجربه لري.
|
|
محمد نعیم عظیمی د عالي شورا غړېښاغلی پوهنمل دوکتور محمد نعیم عظیمي د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه په دنده وګمارل شو. پوهنمل دوکتور محمد نعیم عظیمي د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۷/۱/۱۱ نېټې وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام د ۱۳۹۷ کال د غبرګولي د ۵ نیټې، د ۴۲۲ ګڼې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د عالي شورا د غړي په توګه ټاکل شوی دی. ښاغلی عظیمي په مالي څانګه کې د لیسانس او ماسټرۍ او د هندوستان د بوندلکهاند له دولتي پوهنتون څخه د مالي اقتصاد سنجونې په څانګه کې د دوکتورا سندونه ترلاسه کړي دي. ښاغلي عظیمي په ۲۰۱۰ زیږدیز کال کې ( له بدیل کښت څخه نړیوالو بازارونو ته د رسیدو استراتیژۍ) تر سرلیک لاندې د څیړنیزې مقالې په لیکلو سره د کانګریس له غړي او د بیهار د مخکني لومړي وزیر ښاغلي ډاکټر شکیل الزمان انصاري څخه د هندوستان د هېواد په کچه د ښې څیړنې جایزه ترلاسه کړې ده. نوموړي شاوخوا ۲۸ علمي څیړنیزې مقالې د کاناډا، امریکا، بریتانیا او هندوستان د هېوادونو په نړیوالو ژورنالونو کې او په لسګونو نورې علمي مقالې یې په ملي ژورنالونو کې خپرې کړي دي. ښاغلی پوهنمل دوکتور عظیمي د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د احصائیې او اکونومتري د ډیپارټمنت د استادۍ تر څنګ د کابل پوهنتون د علمي مرستیال او د لوړو زده کړو د وزارت د لوړو زده کړو (ماسټرۍ او دوکتورا) د کمیسیون د غړي په توګه دندې ترسره کوي. نوموړی د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د پروګرامونو د تدریس ترڅنګ د دې پوهنځي د ماسټرۍ په پرګرامونو کې د تدریس او لارښوونې مسؤولیت هم لری. |