د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه

بنسټیز ارزښتونه د افغانستان بانک د اجرااتو بنسټ جوړوي. دا ارزښتونه د افغانستان بانک د پیژندلو او د حرکت او بهیر لاره منعکسوي. د افغانستان بانک ټول کارکوونکی اړ دی څو د هرې دندې په ترسره کولو کې د بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه په پام کې ونیسي.

د افغانستان بانک بنسټیز ارزښتونه په لاندې ډول دي:

۱. د عامه خلکو دګټو لپاره  د خدمت ژمنه

د افغانستان بانک د عامه اړتیاوو پوره کولو ته ژمن دی.

۲. د اړوندو مراجعو او شریکانو دګتو په پام کې نیول

د افغانستان بانک اړ دی څو خپلو شریکانو لکه ؛ خلکو، ملی شورا او حکومت ته ( چې د افغانستان بانک  یې دپولي استازي  په توګه کار کوي ) تر ټولو ښه خدمتونه وړاندې کړي.

۳. اخلاق او ریښتینوالی

د افغانستان بانک او د هغه کار کوونکي په خپلو ټولو کړنو کې د مسلکي اخلاقو او ریښتینوالۍ رعایتولو ته ژمن دي.

۴. روڼتیا

د افغانستان بانک  د روڼتیا او حساب ورکونې تأمینولوته ژمن دی او د خلکو لخوا د خپلو ټولو کړنو څارنې ته ښه راغلاست وایي.

۵. بېلګه ایزه رهبري

 دافغانستان بانک  ژمن دی څو په اداري او انفرادي کچه د غوره کړنو په تر سره کولو سره خپل مقام د بېلګې په توګه تثبیت کړي.

۶.  ډله ایزکار

د افغانستان بانک ژمن دی څو د دې ادارې په بېلا بېلو بر خو کې د ډله ایزه کار فرهنګ دود کړي.

۷. مساوات او عدالت

 د افغانستان بانک  له خپلو مشتریانو، کار کوونکو او نورو شریکانو سره د منصفانه چلند د رعایتولو اصل ته چې له هر ډول تبعیض، تعصب او غیر مسلکي ملاحظاتو خالي وي، ژمن دی. دا چلند د مناســــــب کاري چاپیریال را منځته کول او د جنسیت (جندر) په اړه حساسیت هم رانغاړي.

۸. محرمیت

د افغانستان بانک  د خپلو ټولو مشتریانو،کار کوونکو او له نورو شریکانو سره په ټولوچارو (اړیکو او معاملو)کې  د محرمیت ساتلوته ژمن دی.