پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغان امانتونو د بیمې اداره
د وروستي نړیوال مالي کړکېچ تجربه د دې موضوع اهمیت په ډاګه کړ چې باید د امانت اېښودونکو له سپما څخه ساتنه وشي او د تادیاتي سیستم د غوره فعالیت څخه ډاډ ترلاسه شي . احتیاطي مدیریت او څارنه د ډېرو اړینو ابزارونو په توګه په لومړي سر کې واقع کېږي څو د امانت اېښودونکو پیسې خوندي وساتي، په داسې حال کې چې د امانات د بیمې طرح د خوندیتوب په وروستي کتار کې واقع کېږي.
د افغان امانتونو د بیمې اداره
د شتمنیو د زیاتولو سره دا اداره د دې وړ ګرځي چې په یوه محدوده موده کې په بشپړه او ډاډمنه توګه فعالیت وکړي او د قوانینو د توشیح کېدو له لومړني ورځې څخه د اړتیا په صورت کې د امانت اېښودونکو د پیسو د بېرته ورکولو لپاره چمتو وسي. دغه اداره د خپلو شتمنیو په زیاتولو سره کوچنیو امانت اېښودونکو ته لا ډاډمنتیا ورکوي چې د هغوی سپماوې خوندي دي او د دې ترڅنګ د رسمي مالي سیستم پراختیا او بانکونو ته د ګټوره پور ورکړې لپاره د سپما د نوي سرچینو زمینه برابروي.
ماموریت
د دې ادارې ماموریت دا دی چې د امانتونو د بیمې له لارې پر بانکي سیستم باندې د خلکو د ډاډمنتیا په برخه کې مرسته وکړي.
لیدلوری
د دې ادارې لیدلوری دا دی چې د امانتونو د یوه ګټوره او اغېزناکه بیمې ادارې په توګه وپېژندل شي او د خپلو ذینفعو ډلو اړتیاوو ته ځواب ووايي.
د امانتونو بیمه څه ته وايي؟
د امانتونه د بیمې سیستم د دې لپاره جوړ شوی دی چې د دې ادارې د غړي مالي موسسو د دیوالي کېدو په صورت کې د یو معین مبلغ په ورکولو سره د امانت اېښودونکو امانتونه خوندي وساتي.
د افغان امانتونو د بیمې اداره څه ته وايي؟
دغه اداره چې د افغان امانتونو د بیمې ادارې د ۱۳۸۸ کال د وړاندیز شوي قانون له مخې جوړه شوې، په افغانستان کې د امانتونو د ملي بیمې سیستم اداره او تنظیموي.
د امانتونو بیمه ولې مهمه ده؟
د دې ادارې په کړنو سره د افغانانو امانتونه او سپماوې د مالي موسسې یا بانک د دیوالي کېدو په صورت کې خوندي پاتې کېږي. د دې ترڅنګ له مشتریانو سره مرسته کوي چې په هغو بانکونو او مالي مؤسسو کې خپلې سپماوې وساتي چې د افغان امانتونو د بیمې ادارې غړي دي. دا کار د افغانستان مالي سیستم د پیاوړتیا لپاره مهم دی او هر څومره چې مالي نظام پیاوړی کېږي ډېری افغانان ورڅخه برخمن کېږي.
د لازیاتو معلوماتو لپاره دغه وب پاڼې ته مراجعه وکړئ: http://adic.gov.af/