د بانکي عملیاتو لوی آمریت

د بانکي عملیاتو لوی آمریت د دولت، دولتي او نیمه دولتي مؤسسو او سوداګریزو بانکونو لپاره د بانکي خدمتونو د ترسره کولو په موخه ګمارل شوی دی.

عمده دندې:

د افغانستان بانک د مرکز او نمایندګیو او د نمایندګیو ترمنځ د دوه اړخیزو  اړیکو تأمینول، دولتي ادارو، تصدیو او د ملي پیوستون پروګرام(NSP) لپاره د چکبکونو اجراء کول، مالیې وزارت او د ولایتونو مستوفیتونو لپاره د کمپیوټري چکونو چاپول او وېشل، اسعارو ته د افغانۍ حوالو اړول او د هغه بر عکس، اړوندو حسابونو ته د دولت د عوایدو راټولول، د ماليې وزارت له موافقې وروسته دولتي ارګانونو لپاره د جاري حسابونو پرانیستل او د ماليې وزارت او نورو ادارو د فرمایشونو له مخې د اسعاري پیسو برابرول.

جوړښت:

د بانکي عملیاتو لوی آمریت څلور معاونیتونه لري، د لویې خزاندارۍ معاونیت، د زونونو په چارو کې معاونیت، د بانکنوټونو د نشر او مراقبت په چارو کې معاونیت او اداري معاونیت چې هر یو یې بېلابېلې کاري برخې مخې ته بیايي.

۱- د ټولو خزاندارۍ په چارو کې معاونیت:

په اړوندو برخو کې د افغانیو او اسعارو د وارده او صادره صرافانو ټاکل او ګمارل، د بانکي عملیاتو او د هېواد د مالیې وزارت د آویزونو له مخې ټولو دولتي ادارو، تصدیو، ښاري څانګو او د افغانستان بانک نمایندګیو ته د افغانیو او بهرنیو اسعارو وېشل، د مرکز له وارده غرفو، سوداګریزو بانکونو، ښاري څانګو څخه د پیسو ترلاسه کول، له مرکز څخه ولایتونو ته د خزانې لیږدول، د افغانۍ او اسعارو اخیستل، د هرې میاشتې په پای کې د لویې خزاندارۍ موجودي د دې برخې له دندو څخه دي.

۲- د زونونو په چارو کې معاونیت:

په ولایتونو کې د افغانستان بانک شپږ واړو زونونو ته د واکمنو چارواکو د لارښودنو(هدایاتو) لیږدول، د مالیې وزارت او په ولایتونو کې د افغانستان بانک د شپږ واړو زونونو ترمنځ د ستونزو حلول، له مرکز سره په ولایتونو کې د افغانستان بانک د شپږ واړو زونونو د ستونزو حلول د دې معاونیت دندې دي.

دې معاونیت د مرکز او په ولایتونو کې د افغانستان بانک د شپږ واړو زونونو ترمنځ د اړیکې د پُل په توګه عمل کړی او اړوندو زونونو ته د مشرتابه پلاوي د هدایاتو د لیږدولو څرنګوالی په غاړه لري. په ورته وخت کې د مالیې وزارت او د ولایتي زونونو ترمنځ د ستونزې د رامنځ ته کیدو په صورت کې موضوع ژر تر ژره حلوي.

۳- د بانکنوټونو د نشر او مراقبت په چارو کې معاونیت:

د بانکي عملیاتو د لوی آمریت دا معاونیت د مندرسو بانکنوټونو د راټولولو او سوځولو، بازار ته د نویو بانکنوټونو د خپرولو، په ورځنیو اقتصادي معاملو او قراردادونو کې له افغانۍ څخه د ګټې اخیستنې د مراقبت مسئولیت په غاړه لري. دا معاونیت له مرکز څخه ولایتونو او له ولایتونو څخه مرکز ته د فزیکي پیسو د لیږدولو مسئولیت هم په غاړه لري.

۴- اداري معاونیت:

دا معاونیت د بانکي عملیاتو د لوی آمریت د اداري او اجرائیوي چارو ترڅنګ د لوی آمر په نه شتون کې د آمریت سرپرستي هم په غاړه لري. د دې معاونیت دنده هغو ورځنیو اداري دندو ته رسیدنه ده چې د نورو مواردو په ترسره کولو کې ګټور او اغیزناکه واقع کیږي.