د مالي او محاسبې لوی آمریت

د مالي او محاسبې لوی آمریت، څرنګه چې له نوم څخه یې معلومیږي، د مالي راپورونو د ترتیبولو، د (عادي او پرمختیايي) بودجې د برابرولو او ترتیبولو، د معاشونو د اجراء کولو، د کارکوونکو لپاره د پور اجراء کولو، د طلباتو او نغدي تادیاتو د اجراء کولو، د ثابتو شتمنیو د ثبتولو او کنټرولولو او د بیلابیلو حسابي معاملو د طی مراحل په شمول د مالي او محاسبې چارې پرمخ وړي. 

تشکیلاتي جوړښت:

د مالي او محاسبې لوی آمریت د محاسبې، راپور ورکونې او کنټرول او بودجې او پلان او استراتیژۍ په نامه درې معاونیتونه لري چې هر یو یې له خپلو اړوندو شعبو سره د مالي او محاسبې د لوی آمریت تر نظر لاندې فعالیت کوي.

د محاسبې معاونیت:

د مالي او محاسبې د لوی آمریت د محاسبې معاونیت مکلفیت لري څو د محاسبې او مالي معاملو ټولې چارې له لومړني پړاو څخه تر وروستي پړاوه پورې ملاحظه، ارزونه او طی مراحل کړي چې دا بهیر د محاسبې د معیاري کړنلارو او د مالي او محاسبوي راپور ورکونې له نړیوالو معیارونو سره سم صورت نیسي. د مالي لوي آمریت د شعبو ټولې محاسبوي معاملې ( سي بي اس، معاشونه، طلبات، پور، نغدي تادیات، بهرني بانکونه او ثابتې شتمنۍ) د محاسبې د معاونیت لخوا د ارزولو ترڅنګ په وروستيو پړاوونو کې تائید او اجراء کیږي. پورته ذکر شویو شعبو لپاره د کاري کړنلارو او پالیسیو جوړول او تعدیلول د محاسبې د معاونیت نور مسئولیتونه دي او اړ دی څو د مالي راپورونو ( بیلانس شیټ او نورو راپورونو) په برابرولو کې د مالي او محاسبې لوی آمر سره هر وخت همکاري او مرسته وکړي. په "پریپیمنټ اکرول" بڼه د لګښتونو، عوایدو او تصفیې د اسنادو ثبتول او د آزمایښتي بیلانسونو او بیلانس شیټونو څیړل او ترتیبول د مالي او محاسبې د لوی آمریت د محاسبې معاونیت له مهمو دندو څخه دي.

د څېړنې او ارزونې، د نمایندګیو د محاسبې، د بهرنیو بانکونو، معاشونو، طلباتو، نغدي پیسو، ثابتو شتمنیو، سي بي اس او د ( انتقالي پروژې) مدیریتونه د دې معاونیت تر څار لاندې کار کوي.

د راپور ورکونې او کنټرول معاونیت:

د مالي او محاسبې د لوی آمریت د راپور ورکونې او کنټرول معاونیت مسؤلیت لري څو مالي راپورونه جوړ او د مالي او محاسبې د لوي آمریت محاسبوي او مالي چارې کنټرول کړي. دا معاونیت د یو غړي او د ټیم د مشر په توګه د دې آمریت د نورو مدیریتونو او اړونده شعبو سره په همغږۍ د افغانستان ملي شورا ( ولسي جرګې) ته د افغانستان بانک د کلني عملیاتي راپور په جوړولو او ترتیبولو کې هم ونډه لري.

د مالي او محاسبې د لوی آمریت د راپور ورکونې او کنټرول معاونیت د کنټرول، راپور ورکونې، اجرائیې، او د حفظیې مدیریتونه تر لاس لاندې لري او د افغانستان بانک په زونونو کې د مالي او محاسبې د لوی آمریت د کارکوونکو چارې تنظیموي.

د بودجې او استراتیژۍ د پلان معاونیت      

د مالي او محاسبې د لوی آمریت د بودجې او پلان او استراتیژۍ معاونیت د افغانستان بانک بودجه د مدیریتونو او آمریتونو په همغږۍ د بودجې له پالیسۍ او نورو مقررو سره سم برابروي او د منظورۍ په موخه یې د افغانستان بانک عامل پلاوي او عالي شورا ته وړاندې کوي. دا معاونیت اړ دی څو د اړتیا په وخت کې د مالي لوی آمر او د افغانستان بانک چارواکو ته د بودجې او پلان په برخو کې احصائیوي څیړنې او بیلا بیل راپورونه ترتیب او وړاندې کړي. دا معاونیت د دوو مدیریتونو بودجې او پلان او استراتیژۍ لرونکی دی.