پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د مالي استخباراتو اداره
د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز (FinTRACA) د مالي استخباراتو د ادارې (FIU) په توګه د پیسو د تطهیر او له جرمونو څخه د ترلاسه شویو عوایدو پر وړاندې د مبارزی د قانون له تصویب او توشیح څخه وروسته په ۲۰۰۴ میلادي کال کې جوړ شوی دی. د دې قانون بنسټیزه موخه د افغانستان د مالي نظام لا خوندیتوب او ټینګښت او د نړیوالو قراردادونو او تړونونو پیروي ده. د مالي استخباراتو اداره یو نیمه خپلواکه اداره ده چې د افغانستان بانک په اډانه کې فعالیت کوي.
موخه
د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې د مرکز مهمه موخه د هغو اشخاصو د ناسمو ګټو اخیستنو مخینوی دی چې خپل عواید د نامشروع کړنو له لارې ترلاسه کوي او همدا ډول د هغو اشخاصو د ناسمې ګټې مخه نیسي چې د تروریزم د تمویل او ملاتړ په برخه کې له دې عوایدو کار اخلي. په همدې ډول، د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز، د افغانستان د مالي نظام په لا ټینګښت، د نړۍ له مالي نظامونو سره د راکړې او ورکړې لپاره د هېواد د مالي نظام په پیاوړتیا او د افغانستان په راتلونکي اقتصادي ودې، پانګونې او غوړیدا کې د پام وړ رول لوبوي .
دندې
د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز خپلو اهدافو ته د رسیدو په موخه له بېلابېلو منابعو څخه معلومات راټولوي. دا منابع هغه ادارې رانغاړي چې د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز ته قانوناً مکلفې دي چې د شکمنو کړنو د کشف پر مهال او همدا ډول د هغه نغدي معاملو په اړه راپور ورکړي چې په قانون کې له اټکلي کچې لوړې وي. باید یادونه وشي د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز د افغانستان د دولت اړوندو ټولو معلوماتو او ډیټابیسونو ته لاسرسی لري. که چېرې دا معلومات د هېواد له مالي نظام څخه د نامشروع ګټې اخیستنې لامل شي، د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز به د قانون له تنفیذوونکو مقاماتو سره لازمه همکاري وکړي څو شکمنې غیر قانوني کړنې بررسي او وڅیړي. د دې ټولو ترڅنګ د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز د خپلو څېړنو او بررسیو د ملاتړ او د بهرنیو همکارانو د څېړنو او پلټنو د ملاتړ لپاره، تر هغه بریده چې قانون ورته اجازه کړې ده، په نړیواله کچه همکاري کوي. د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د څېړنې مرکز نورې دندې د هغو ادارو روزنه ده چې د قانون له مخې دې مرکز ته په راپور ورکولو اړ دي. په دې برخه کې هغه ادارې چې د هېواد په کچه د پیسو د تطهیر پر وړاندې د مبارزې او د شکمنو کړنو د پیژندلو په برخه کې د نړیوالې او سیمه ایزې همکارۍ او د پیسو د تطهیر پر وړاندې د مبارزې د متقابل اقداماتو د اهدافو د ملاتړ په موخه د قوانینو او مقررو د طرح، تدوین او پرمختیا مسئولیت لري، هم د روزنیزو او پوهاوۍ د پروګرامونو تر پوښښ لاندې نیول کیږي.
محرمیت
د مالي استخباراتو اداره هغه مهم رول چې د راپور ورکوونکو او د قانون د تنفیذوونکو ادارو ترمنځ د خپلواک منځګړي په توګه په غاړه لري، په ښه ډول درک کوي. دا اداره د منابعو د ساتلو او د ترلاسه شویو معلوماتو د محرمیت او همدا ډول د قانون د موادو پر بنسټ د قانوني ګټې اخیستنې په موخه د دې معلوماتو د کارولو د طریقو لپاره خپل قانوني مکلفیتونه او ژمنې په جدي توګه رعایتوي.
جوړښت
د مالي استخباراتو اداره یو معاونیت لري چې اداري او معلوماتي تکنالوژۍ، د څېړنې او اړیکې، د قانون منلو او سیمه ایزې برخې یې تر څار لاندې فعالیت کوي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې وب سایټ ته مراجعه وکړئ: http://www.fintraca.gov.af