پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
د مالي چارو د څارنې ډیپارټمنټ د ۲۰۰۳ میلادی کال په وروستیو کې د بانکدارۍ د قانون له تصویب څخه وروسته د افغانستان بانک د مقرراتي مسئولیتونو د ترسره کولو او د هېواد د مالي سیستم د څارنې په موخه تأسیس شوی. د بانکدارۍ سکتور د فعالیتونو له پرمختګ او پراختیا سره سم، د مالي چارو د څارنې آمریت هم د تیرې یوې لسیزې په اوږدو کې د پام وړ وده درلودلې ده. په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د مالي چارو د څارنې ډیپارټمنټ ۱۲ کارکوونکي درلوده چې د بانکونو په څارلو کې یې بشپړه آشنايي نه درلوده. په وروستیو کلونو کې نهايي کوښښونه ترسره شول څو د کارکوونکو شمېر زیات او کاري کیفیت یې هم ښه شي. د څارنې د کارکوونکو د شمېر د زیاتیدو په موخه د کارکوونکو د ګمارنې یو پروګرام تر لاس لاندې ونیول شو او ورسره سم د هېواد دننه او له هېواد څخه بهر روزنیز پروګرامونه د آنلاین زده کړو په شمول د عملي کار او صنفي تدریسونو پروګرامونه هم په لار واچول شو. ذکر شوي روزنیز پروګرامونه په ټولیزه توګه د بانکونو د څارنې په مسائلو متمرکز ؤ چې لاندې موضوعګانې لکه؛ مالي څېړنې، د کریدټ/ پور ورکونې څیړنې، د سیالیت مدیریت، قانون او مقررات، د شتمنیو/ بدهیو مدیریت او د کمپیوټر مهارتونه په بر کې نیسي. د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۸ کلونو تر منځ د بانکدارۍ قانون او مقررات تصویب او د اجراء وړ وګرځیده، بانکي راپور ورکونې لپاره بنسټیزې مطالبې وضع شوې، د ساحې دننه کلنۍ څارنې او د ساحې بهر ربعوارې څیړنې په لار واچول شوې، د ساحې دننه د څارنې پالیسۍ او کړنلارو لپاره لارښود ترتیب او د روزنیزو پروګرامونو سره یو ځای وړاندې شو.
لید لوری (Vision)
د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت لید لوری په لاندې ډول توضیح کیږي:
د یو قانوني او څارنیزې اډانې درلودلو لپاره چې له نړیوالو معیارونو او د بانکدارۍ له سالمو طریقو سره موافق وي، باید د افغانستان په مالي سیستم باندې اغیزناکه څارنه تعمیل شي.
موخه:
په افغانستان کې د یو سالم او با ثباته مالي سیستم درلودل چیرې چې بانکونه او مالي سیستم له قانون، مقررو، پالیسیو، مناسبو کړنلارو سره سم او د ښې ادارې په توګه دودیزه خدمتونه او د اسلامي بانکدارۍ محصولات وړاندې کړي او د بانکدارۍ فعالیتونه په سالمه او خوندي توګه ترسره شي او د خلکو امانات خوندي وي.
دندې او مسئولیتونه:
د مالي چارو د څارنې لوی آمریت د ساحې دننه څېړنو او څارنو او د ساحې بهر څیړنو او ارزونو د لار اچولو سربېره په هغه بانکونو باندې چې له بانکي قوانینو، مقررو او کړنلارو سرغړونه کوي د نغدي جریمو په شمول اصلاحي او تنفیذي اقدامات تر لاس لاندې نیسي. د بانکونو ارزونه او ډله بندي د ډله بندۍ د نړیوال سیستم کمیل(CAMEL) پر بنسټ کیږي.
تشکیلات او دندې:
د مالي چارو د څارنې د آمریت اوسنی تشکیلاتي جوړښت له ۱۳۹ بستونو څخه جوړ دی. په یاد شوي تشکیل کې یو لوی آمر له دریو مرستیالانو سره د لاندې برخو په راس کې قرار لري:
۱. د عمومي څارنې معاونیت
۲. د مقرراتي خدمتونو معاونیت
۳. د اسلامي بانکدارۍ معاونیت
همدا ډول د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د سلاکار د بست ترڅنګ د عمومي څارنې په معاونیت کې د ساحې دننه هماهنګ کوونکي په توګه یو بل بست هم شتون لري.
د عمومي څارنې معاونیت:
دا معاونیت د ساحې دننه څارنې او د ساحې بهر څیړنې او ارزونې برخې په بر کې نیسي.
الف- د ساحې دننه برخه: دا برخه په اتو څارنیزو ټیمونو ویشل شوې چې هر ټیم یې د څلور غړو، یو مرستیال او یو څارنیز سرټیم لرونکی دی. څارنیز ټیمونه د دندو د لایحې او د څارنیزو وختونو له ویش سره سم د هېواد بانکونه بررسي او څاري او په پایله کې د فعالیت له څرانګوالي سره سم دوي له ۱تر ۵ پورې ډله بندي کیږي. یاده شوې څارنه د پانګې د ارزونې، شتمنۍ کیفیت، مدیریت، عواید، سیالیت، د اسعارو د نرخ او د ټکټانې د نرخ په وړاندې حساسیت او د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل د ارزونې په شمول د بانکونو د فعالیتونو ټولې برخې رانغاړي.
ب- د ساحې بهر برخه: دا برخه د ساحې بهر څیړنې او ارزونې او د محاسبې او راپور ورکونې له برخو څخه جوړه ده چې د محاسبې او راپور ورکونې په برخه کې یو مدیر، یو د برخې مرستیال او څلور غړي شامل دي، په دې برخه کې د بانکونو هغه مالي راپورونه چې په میاشتني او ربعوار ډول د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت لاس ته ورځي، کتل کیږي او د مرکزي بانک له بېلګې سره سم عیاریږي. که چېرې سوداګریزو بانکونو د مطالبه شوي بیلګې او جوړښت سره سم راپور ناسم وړاندې کړی وي، له اړوندې مقررې سره سم جریمه کیږي. د ساحې بهر د څیړنې او ارزونې برخه له یو مدیر، یو د برخې مرستیال او اتو غړو څخه جوړه ده چې د ذکر شویو مالي راپورونو څیړنه او ارزونه کوي، د بانکونو د فعالیت له څرنګوالي څخه د وړاندې شویو شمېرو له مخې د مالي چارو د څارنې لوی آمریت ته راپور ورکوي څو د ساحې دننه په راتلونکو څیړنو (بررسیو) کې له هغه ګټه پورته کړي.
د مقرراتي خدمتونو معاونیت:
دا معاونیت له شپږو برخو څخه جوړ دی چې په لاندې ډول دي:
۱. د جواز ورکونې برخه: یو مدیر، یو د برخې مرستیال او شپږ غړي لري چې مالي مؤسسو ته د فعالیت جواز ورکوي. د دې برخې مهمې دندې د لازمو اسنادو د راټولولو او ارزولو په شمول له جواز ورکولو څخه مخکې د بانکونو د ونډه لرونکو ارزونه، د بانکونو د سوداګریز پلان، پالیسیو او کړنلارو ارزول، د مرکې تنظیم او د بانکونو د څارنې او عامل پلاوي او د تفتیش کمیټې په ګډون د لوړ پوړو چارواکو د غړو منظوري، د دې ترڅنګ دا برخه له مالي نظام څخه لازم فیسونه او کمیشنونو هم راغونډوي.
۲. د ځانګړې څارنې برخه: یو مدیر، یو مرستیال او شپږ غړي لري، وروسته له هغه چې بانکونه د عمومي څارنې له مخې په ۳ الی ۵ درجه کې قرار نیسي، یاد شوی راپور د دې برخې لخوا تعقیب کیږي او له دې سره سم د بانکونو پر وړاندې د نغدي جریمو ترڅنګ اصلاحي او تنفیذي ګامونه پورته کیږي. همدا ډول په ځانګړو برخو کې د موضوګانو د څیړلو په موخه د ساحې دننه څارنې ترسره کوي.
۳. د مقرراتو برخه: یو مدیر، یو مرستیال او څلور غړي لري چې د قانون او مقررو په برخو کې د مالي چارو د څارنې لوی آمریت ته کار کوي.
۴. د څیړنې او پراختیا برخه: یو مدیر، یو مرستیال، دوه غړي او دوه ژباړونکي لري چې د مالي چار د څارنې د لوی آمریت د څیړنې یا ریسرچ په برخه کې کار کوي.
۵. د پیسو د تطهیر او د تروریزم د تمویل پر وړاندې د مبارزې برخه: دوه د بانکي او غیر بانکي مؤسسې برخې لري چې هره برخه یې د یو مدیر په مشرۍ د برخې مرستیال او شپږ غړي لري چې د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو په شمول بانکونه او ټولې مالي مؤسسې، په بانکونو او نورو مالي مؤسسو کې د پیسو د تطهیر د فعالیتونو له کبله بررسي کوي.
۶. د الکترونیکي پیسو د ادارو برخه: یو مدیر، یو مرستیال او څلور غړي لري چې د جواز صادرول، د موبایل له لارې د پیسو د لیږدولو د اسنادو او موضوعاتو بررسي کول د دې برخې دنده ګڼل کیږي.
د اسلامي بانکدارۍ معاونیت
دا معاونیت د لاندې دریو برخو لرونکی دی:
۱. د ساحې دننه څارنې برخه
۲. د ساحې بهر څارنې برخه
۳. د شریعت له حکمونو څخه د پیروۍ برخه
چې په پورته درې واړه برخې کې درې مدیران، دوه مرستیالان او پنځه غړي شامل دي او د دودیزې بانکدارۍ د برخو په څیر د اسلامي بانکدارۍ برخه تر څیړنې او څارنې لاندې نیسي.
د پورته کارکوونکو سر بیره د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت په تشکیل کې د معلوماتي تکنالوژۍ(IT) د برخې دوه څارونکي شتون لري چې په بانک کې د سیستم او آی ټي برخې بررسي کوي، خو لا تر اوسه ګمارل شوي نه دي. سر بیره پردې شپږ سیمه ایز څارونکي هم په دې تشکیل کې شامل دي چې د عمومي څارنې معاونیت او د مقرراتي خدمتونو معاونیت سره به د افغانستان بانک په شپږو واړو ولایتي زونونو کې د بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د مالي چارو په څیړلو کې همکاري کوي.