پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د ټولو ناظر اداره
بنسټ لیک
د افغانستان بانک د قانون ۲۱ ماده، د افغانستان بانک په اډانه کې د ټولو ناظر د ادارې ( د داخلي څېړنې د دفتر) جوړول او د ټولو ناظر ټاکل تصریح کړي دي.
لید لوری
په یو عصري، اغیزناکه، فعاله او ظرفیته لرونکي ادارې باندې د ټولو ناظر د ادارې (د داخلي څېړنې د دفتر) بدلول څو وکولای شي د افغانستان بانک ټول اجرأت په خپلواکه توګه وڅیړي.
ماموریت
د ټولو ناظر د ادارې (د داخلي څېړنې د دفتر) دندې د نړۍ د غوره او ډېر اغیزناکه معیارونو سره سم د مشورتي، خپلواکه، عیني او بې پرې خدماتو وړاندې کول دي چې د افغانستان بانک د کاري چارو او د داخلي کنټرول د سیستم د کیفیت د ښه والي او لوړوالي په موخه طرحه شوي دي.
موخه
د داخلي څېړنې اصلي موخه، د بانک د ټولو شعبو د کاري دندو او مسئولیتونه د ترسره کولو او د اړوندې ادارې د عمومي کړنو له بهیر څخه د ملاتړ په موخه د معتبرو او بې پرې معلوماتو وړاندې کول دي.
دندې او مسئولیتونه:
د داخلي کنټرول د سیستم او د کړنو د کیفیت ( د فعالیت، پروګرامونو او پروژو) ارزول او څېړل د ټولو ناظر د ادارې له دندو او مسئولیتونو څخه ګڼل کیږي. چې په لاندې ډول توضیح کیږي:
۱. د مالي او عملیاتي معلوماتو له اعتبار او سموالي څخه د ډاډ ترلاسه کول؛
۲. له قوانینو، مقررو، کړنلارو، پلانونو او پروسیجرونو سره سم د اجرأتو له ترسره کولو د ډاډ تر لاسه کول؛
۳. د افغانستان بانک د وسایلو او ابزارو له موجودیت او د شتمنیو له خوندیتوب او د هغو له فزیکي شتون څخه د ډاډ ترلاسه کول؛
۴. د خطرونو له سم تشخیص او د بانک د ټولو مهمو دندو د خطرونو د ارزونې له ترسره کولو څخه د ډاډ ترلاسه کول؛
۵. د ټاکل شويو موخو له پایلو او همدا ډول د دوی له کاري پلان سره سم د شته اجرأتو له پلي کیدو څخه د ډاډ د ترلاسه کولو په موخه د بانک د ټولو شعبو د کړنو او کارکردګیو کتل او څېړل؛
۶. په اغیزناکه او ګټوره توګه د اجرأتو له ترسره کولو د ډاډ ترلاسه کول او د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو کې د کړنو په اغیزناکۍ باندې ټیڼګار کول.
تشکیلات
د داخلي څېړنې دفتر د ټولو ناظر تر مستقیم مدیریت لاندې فعالیت کوي او د ټولو ناظر د افغانستان بانک د عالي شورا د څېړنې کمېټې ته راپور ورکوي. د ټولو ناظر اداره د خپلو اجرأتو د مخکې بیولو په موخه لاندې برخې لري:
- د څېړنو ټیمونه
- د کیفیت د اطمینان سکشن
- د پلټنې سکشن
۱. د څېړنې ټیمونه
اوس مهال د څېړنې اووه ټیمونه د ټولو ناظر په اداره کې لاندي دندي ترسره کوي:
- په عالی کچه د څېړنې اجراء کول (په بېلګه ایز ډول)
- د داخلي څېړنې د کلنۍ پلان د طرح کولو لپاره د مهمو معلوماتو وړاندې کول.
- د څېړنو غړو ته د روزنیزو پروګرامونو او څارنیزو لارښوونو برابرول.
- د څېړنو د غړو په مدیریت او همدا ډول په پلان جوړونه، تنظیم، لارښوونه او د داخلي څېړنې د دندو په کنټرول کې د ټولو ناظر یا د ټولو ناظر له مرستیال سره همکاري.
- د نوي مقرر شویو غړو د کړنو په روزنه او ارزونه کې همکاري او همدا ډول د دوي د کړنو د ستونزو د تشخیص او د هغه د له منځه وړلو په موخه د اصلاحي اقداماتو تر لاس لاندې نیول.
- د افغانستان بانک په خطر لرونکو ساحو کې د خطرونو د پیژندلو او ارزولو او د څېړنې په پلان کې د مهمو معلوماتو د برابرولو مسئولیت.
- د موضوع ګانو د پیژندلو او تعریف، د ارزونې د معیارونو ټاکل او د شواهدو او مدرکونو د څېړنې او تحلیل د معیارونو په شمول د داخلي څېړنو د کړنلارو تنظیمول او تر څېړنې لاندې شعبو د اړونده سندونو برابرول.
- د مرکو په ترسره کولو، د سندونو په بیا کتلو، د سرویګانو په طرحه او تطبیق، د مکتوبونو په لیکلو او د کاري پاڼو په ترتیبولو کې د څېړنې د غړو لارښوونه.
- د داخلي څېړنې د موضوع ګانو او وړاندیزونو په پیژندلو، طرحه او استناد کې د څېړنې د غړو لارښوونه.
- عامل پلاوي او د څېړنې کمیټې ته په لیکلي او شفاهي توګه د څېړنې د پایلو او لاسته راوړنو وړاندې کول.
- د ډله ایزو غونډو او د شخصي اړیکو د برابرولو له لارې د داخلي څېړنو له غړو او د بانک نورو کارکوونکو سره د اړیکو ټینګول.
- د هېواد دننه او بهر له روزنیزو پروګرامونو (Training) څخه په ګټې اخیستنې سره د مسلکي پوهې لوړول او همدا ډول د مسلکي ادارو د غړیتوب ترلاسه کول او د ادارې له ټولو همکارانو سره د معلوماتو شریکول.
- له بهرنیو آډیټورانو سره همغږي
- د هغو دندو ترسره کول چې د ټولو ناظر یا د ټولو ناظر د مرسیتال لخوا سپارل کیږي.
۲. د کیفیت د اطمینان سکشن
د کیفیت د اطمینان د سکشن دندې او مسئولیتونه په لاندې ډول دي:
- د داخلي څېړنو د پالیسیو او کړنلارو پلي کول
- د څېړنې د نړیوالو معیارونو له تطبیق څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د څېړنې د ټیمونو د اجرأتو ارزول.
- د ټولو ناظر یا د ټولو ناظر مرستیال ته له وړاندې کولو مخکې د څېړنې د راپورونو بیا کتل.
- د داخلي څېړنو د کړنو لپاره د بودجې تأمینول او څارل
- د ادارې د عمومي پلان بیا کتل/ تعدیلات او مراقبت
- د خطر لرونکو ساحو (Risk Areas) پیژندل او د داخلي څېړنو په پلان کې د هغه له ځای پر ځای کولو څخه د ډاډ ترلاسه کول.
- د څېړنې د وسایلو (Audit Tools) کارول او د داخلي څېړنې د اجرأتو د اغېزمنتوب په موخه له تکنالوژۍ څخه ګټه پورته کول.
- له بهرنیو آډیټورانو سره همغږي.
- د ادارې د جوړښت، ګمارنې او روزنې اړوند موضوعات او داسې نور...
- د روزنیزو پروګرامونو طرح او تطبیق او د داخلي څېړنې د دفتر د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول.
- د کارکردګیو د سنجش ((Performance Metrics د معیارونو او د داخلي څېړنې د کړنو پلي کول او له هغه څخه دوامداره څارنه.
- د داخلي څېړنې د ټیمونو د سپارښتونو تعقیبول.
۳. د پلټنې (تفتیش) ټیم
د پلټنې د ټیم دندې او مسئولیتونه په لاندې ډول دي:
- د اختلاس، جعل او تذویر اړوند اجرأتو پلټل او څېړل او د لومړنیو دوسیو ترتیبول.
- د افغانستان بانک د کارکوونکو د محرم مسئولیت فارمونو لاسلیک او مهر کول.
- د ځانګړو موضوعګانو پلټل لکه؛ د کارکوونکو تر منځ فزیکي شخړې او برخوردونه.
- د اړوندو دوسیو ساتل
- د حاضرۍ، ژورنال او داسې نورو ټولو دفترونو مهر او نښاني کول .
- د هغو دندو ترسره کول چې د ټولو ناظر او یا د ریاست د مقام لخوا سپارل کیږي.