پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د حقوقي مشاوریت اداره
د افغانستان بانک د حقوقي مشاوریت اداره په ۱۳۸۳ کال کې د افغانستان بانک په اډانه کې جوړه شوی. د تسوید په ګډون د افغانستان بانک د قوانینو او مقررو په اړه د لازمو مشورو او لارښودنو وړاندې کول، د هېواد له نورو نافذه قوانینو سره د افغانستان بانک د تقنیني سندونو همغږي کول یا تعدیلول، د افغانستان بانک حقوقي او تقنیني اړتیاوو ته ځواب ورکول، له دولتي ادارو، نړیوالو سازمانونو سره په غونډو کې ګډون (په هغه صورت کې چې دا غونډې د افغانستان بانک حقوقي موضوعګانې او مسئولیتونه راونغاړي) د دې ادارې مسئولیتونو جوړوي.
جوړښت:
د افغانستان بانک د حقوقي مشاوریت اداره د صنفي څارنې د برخې مدیریت (Governance Corporate)، د قوانینو او مقررو د طرحې او تسوید د برخې مدیریت (Chief Drafting)، د مالي مؤسسو برخه ( Financial Institutions)، د قضیو برخه (Investigation of the cases)، د قضیو د برخې مدیریت (Seiner Counsel)، د مرکزي بانک د عملیاتو برخه (Operation Central Bank) او د متولیت مدیریت کاري برخې لري.
د صنفي څارنې د برخې مدیریت (Governance Corporate):
دا برخه د عالي شورا د غونډو د چمتوالي، د صنفي څارنې د پالیسیو د طرحې، دولتي او غیر دولتي ادارو او سوداګریزو بانکونو ته د افغانستان بانک له قوانینو، مقررو او پروسیجرونو سره سم د حقوقي او قانوني مشورو وړاندې کول، د عالي شورا د غونډې د اجنډا ترتیبول او د عالي شورا غړو ته د هغه لیږدول او د بانک په کچه د لوایحو او مقررو پر تطبیق د څارنې مسئولیتونه په غاړه لري.
د قوانینو او مقررو د طرح او تسوید د برخې مدیریت (Chief Drafting):
د نړیوالو معیارونو او د نړیوال بانک او نورو ملي او نړیوالو ادارو له فرمایشونو سره سم د افغانستان بانک د تقنیني سندونو طرح او تعدیلول، د افغانستان بانک په اړوندو قوانینو او مقرراتو کې د تعدیل، بدلون او زیاتولو په اړه د افغانستان بانک د شعبو، اړوندو دولتي، خصوصي او نړیوالو ادارو د نظرونو راټولول او د بانکوالۍ د سیستم د قوانینو او مقررو په اړه د افغانستان بانک او عدلیې وزارت ترمنځ د اړیکو ټینګول د دې برخې له دندو څخه شمېرل کیږي.
د مالي مؤسسو برخه ( Financial Institutions):
دا برخه سوداګریزو بانکو، صرافانو او حواله لرونکو ته په اړوندو مسایلو کې د مشورو د وړاندې کولو، سوداګریزو بانکونو ته د مالي ادارو د اړوندو قوانینو او مقررو د لیږدولو، د افغانستان بانک د نړیوالو تړونونو د حقوقي برخو او د سوداګریزو بانکونو د پالیسیو او بنسټ لیکونو په اړه د حقوقي نظر څرګندولو مسئولیت په غاړه لري.
د قضیو برخه (Investigation of the cases):
د اختلاس، جعل او نورو جرمونو د قضیو څېړل او بررسي کول، د لویې څارنوالۍ په مرسته د قانوني سرغړونو د سندونو راټولول چې د دیوالي شوي بانک د رهبرۍ لخوا ترسره شوي وي او عدلي او قضایي مراجعو ته د هغه سپارل؛ د هغو کارکوونکو په اړه د معلوماتو راټولول چې په درغلۍ او یا د قانون په سرغړونه تورن شوي دي او د څارنوالۍ استعلامونو ته د ځوابونو وړاندې کول، د دې برخې دندې دي.
د قضیو د برخې مدیریت (Seiner Counsel):
له عدلي او قضائي سکتور او نورو اړوندو ادارو سره د نیکو اړیکو ټینګول او د هېواد له نافذه قوانینو سره سم چې د افغانستان بانک په یو ډول په هغه کې دخیل وي د بانکي، مالي او اقتصادي مسایلو په اړه د مناسبو حقوقي مشورو وړاندې کول د دې برخې له دندو څخه شمېرل کیږي.
د مرکزي بانک د عملیاتو برخه (Operation Central Bank):
د هغو تړونونو څېړل چې د افغانستان بانک او د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ لاسلیک شوي دي، د اجرائي پلانونو او پالیسیو په ترتیبولو کې همکاري، د افغانستان بانک له آمریتونو سره په دې اړه چې د افغانستان بانک هیڅ قانون او مقرره له تصویب څخه مخکې اړوندو ادارو ته و نه لیږل شي، د ګډو دندو پرمخ بیول، د اجرائي پالیسیو طرح او تدوین، د افغانستان بانک د قوانینو او مقررو پلي کول او د هېواد په بانکوالۍ نظام کې له انارشیزم مخنیوی؛ د حقوقي مشاوریت د دې برخې دندې جوړوي.
د متولیت مدیریت:
د متولیت او تصفیې د اړوندو دندو اجراء، د سوداګریزو بانکونو د اړوندو سندونو، مدرکونو او کړنو څېړل او بررسي او د بانکوالۍ له قانون سره سم د دوي له کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول، د بانکونو د سرغړونې په صورت کې؛ د بانک د جواز د لغو کول وړاندیز، د اړوند بانک د شته او راتلونکو مالي شرایطو د راپور وړاندې کول چې د شتمنیو د ارزونې او د بانک د احتمالي انحلال په پایله کې منځ ته راځي. له قوانینو او مقررو سره سم د بانک د بیا ګرځیدنې په موخه د اصلاحي پلانونو او پالیسیو په طرح کولو کې همکاري او هم د دیوالي بانک په بیا جوړولو کې د مناسبو مشورو وړاندې کول او د دیوالي بانکونو او د بانک د چارواکو لخوا نورو قانوني سرغړونو څېړل د حقوقي مشاوریت د دې برخې دندې جوړوي.