پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
په اوسنیو شرایطو کې یو له هغو موضوعاتو څخه چې یوې ادارې ته زیات ارزښت وربخښي، د معلوماتي تکنالوژۍ کارول دي. هېوادوالو ته د بانکونو لخوا د خدمتونو د وړاندې کولو طریقو په دې وروستیو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. اوس مهال ډېری بانکونه پر دې پوه شوي دي چې د کیفیت لرونکي، چټک، دقیق او کم لګښته بانکي خدمتونو د وړاندې کولو توانایي او کیفیت د معلوماتي تکنالوژۍ د کارولو له کچې سره تړاو لري.
بانکي عملیاتو په تیره لسیزه کې د محاسباتي او مکالماتي پرمختللې تکنالوژۍ په کارولو سره د پام وړ پراختیا موندلې ده. زمونږ هېوادوال اوس مهال د انټرنیټ له لارې د معاملو په ترسره کولو، د اړیکو په ټینګولو او د معلوماتو په ترلاسه کولو سره د پام وړ ګټه ترلاسه کوي. باید یادونه وکړو چې دا وروستۍ کار نه دی بلکې معلوماتو ته د لاسرسۍ او په لوړه کچه له بانکي محصولاتو څخه د ګټې اخیستنې د بهیر د آسانتیا لپاره د خلکو غوښتنې به دوام ولري. د دې پرمختګ په پام کې نیولو سره، د افغانستان بانک د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت هڅه کړې ده چې د تکنالوژیکي خدمتونو په وړاندې کولو سره، د محاسبې چارې ګړندۍ، رڼې او ډاډمنه کړي او په ورته وخت کې د کارکوونکو د کاري چارو د ترسره کولو لپاره آسانتیاوې برابرې کړي.
موخې
د مشتري د خدمتونو د مرکز د موډل له لارې کارکوونکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کول، په ستراتیژي او الکترونیکي مدیریت په موډل باندې ټینګار، د سیمي د هېوادونو په کچه برابر د ودې د بهیر د ګړندیتوب لپاره د معلوماتي او مکالماتي تکنالوژۍ د مناسب ظرفیت ترڅنګ د افغانستان بانک د عمده کاري اړتیاوو په ملاتړ باندې تمرکز، له ټولو مدیریتونو/ آمریتونو او بهرنیو غړو بانکونو سره ګډې هڅې او همکاري، د افغانستان بانک له ستراتیژیکو لارښودنو او لید لورو سره سم د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې ستراتیژیکه پانګونه، د معلوماتي تکنالوژۍ د پانګه اچونو د مطلوب ارزښت د ترلاسه کولو په موخه د اپلیکیشنونو تنظیم او همغږه کول او له قانوني التزاماتو سره سم د خوندي او ځواب ویونکي معلوماتو مدیریت، د معلوماتي تکنالوژۍ د لوی آمریت موخې جوړوي.
ماموریت
د تکنالوژیکي ظرفیت، تخصص او خدمتونو برابرول د معلوماتي تکنالوژۍ د لوی آمریت ماموریت جوړوي چې په پلي کیدو سره به یې بانکي سکتور او د افغانستان بانک د پام وړ وده وکړي. د معلوماتي تکنالوژۍ آمریت د خپل تکړه او ژمنو کارکوونکو په مرسته مشتریانو او د بانک کارکوونکو ته غوره خدمتونو برابروي. په همدې ډول دا آمریت د خپل بنسټیز لید لوري سره سم د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې له تکنالوژیکي حل لارو، د معلوماتو د امنیت او له دوامدارې پرمختیا څخه ډاډ ترلاسه کوي. د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت ژمن دی چې د لاندنیو ټکو له لارې خپل ماموریت ته ورسیږي:
- د تکنالوژۍ د کاروونکو پر غوښتنو او د دوی پر اړتیاوو باندې تمرکز او د هغو فرصتونو وړاندې کول چې د دوی او د افغانستان بانک اړتیاوې پوره کړای شي.
- د تکنالوژیکي منابعو د تطبیق او کارولو له څرنګوالي او په کاري بهیر کې د هغو د اغیزو په اړه د کارکوونکو د پوهاوۍ د کچې لوړول.
- د کیفیت لرونکي، د اعتماد وړ او اغیزناکه خدمتونو وړاندې کول
- د تکنالوژیکي منل شویو طریقو په کارولو سره د افغانستان بانک د معلوماتو د ساتلو په برخه کې د معلوماتي تکنالوژۍ له کارکوونکو سره همکاري.
- د تکنالوژیکي محصولاتو بدلونونو ته پر خپل وخت رسیدنه او د قانون له موادو سره سم د احتمالي ننګونو حلول.
لید لوری
د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت د تکنالوژیکي پرمختګ او نوښت د غوروالي د حق په پروسه کې د ګډون له لارې د افغانستان بانک د موخو د پیاوړتیا په برخه کې د خپلې رهبرۍ رول ته ژمن دی.
جوړښت
د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت دوه معاونیتونه لري چې د معلوماتو د امنیت، شبکې، اپلیکیشن، وېش، معاوضې، د سویفټ سیستم اداره، د مرستې میز او د سیستم برخې اداره کوي.