د مالي خطرونو آمریت

د مالي خطرونو ډیپارټمنټ د ۲۰۰۸ میلادي کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د شتمنیو د خوندیتوب او د احتمالی خطرونو د ادارې په موخه د افغانستان بانک په تشکیلاتي اډانه کې جوړ شو. له هغه ځایه چې د بانکي سیستم د کړنو ارزونه د خطرونو له پلوه ایجابوي څو مسلکي او متخصص اشخاص د مالي خطرونو په څانګه کې استخدام او تر روزنې لاندې ونیول شي، هماغه په لومړیو کې د دې آمریت ۱۳ کارکوونکي د افغانستان بانک لخوا د مالي خطرونو په برخه کې د آشنایۍ او وړتیا د زیاتیدو لپاره بهرنیو هېوادونو لکه: ترکیه، هندوستان، مالیزیا او فلپین ته لیږل شوي ؤ چې په یاده شوې برخه کې له لازمه روزنې او زده کړې وروسته بیرته د مالي خطرونو په مدیریت کې خپلو دندو ته دوام ورکړی دی. د دې آمریت لومړنۍ کار د افغانستان بانک له اړوند ډیپارټمنټونو څخه په آزمایښتي توګه پیل شو. له دې وروسته یې د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت په همغږۍ د هېواد مالي او بانکي سیستم وارزوه او همدا ډول د اړونده برخو د احتمالي خطرونو د ارزونې او څېړنې تر څنګ د مجوزو بانکونو د راپور په جوړونه بوخت ؤ.

موخه

دا آمریت، هغه خطرونه چې د افغانستان بانک د عملیاتي خطرونو، د بازار خطرونو، د سیالیت او د اسعارو د تبادلې د نرخ خطرونو، د ادارې او مدیریت خطرونو، د تکنالوژۍ خطرونو، د شهرت خطرونو او د داسې نورو خطرونو له پلوه ګواښوي، څېړي او د اغیزناکه تګلارو د څېړلو او ارزولو او د عملي موډلونو او د بازل کمیټې له لوري معرفي شوي معیارونو له تطبیقولو وروسته په هره برخه کې د کاري بهبود لپاره کاروي، څو د افغانستان بانک د مرکزي بانک په توګه د خپلو بنسټیزو او بنیادي دندو چې د بیو ټیکاو، اقتصادي وده، د تادیاتو بیلانس، د پړسوب ټیټوالی، اسعاري سیاست او د داسې نورو په ترسره کولو کې اغیزناکه عمل وکړي.

تشکیلاتي جوړښت

د مالي خطرونو آمریت د مالي خطرونو او غیر مالي خطرونو معاونیتونه لري چې د دې دوو معاونیتونو په اډانه کې ۴ برخې په دنده بوختې دي. د مالي خطراتو د معاونیت په اډانه کې، د اعتباري خطرونو او بازار خطرونو برخې او د غیر مالي خطرونو په تشکیلاتي اډانه کې د خدمتونو د بشري او عملیاتي او تکنالوژۍ برخې فعالیت کوي.