پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
د مالي شخړو د حل کمېسیون د افغانستان بانک د ۱۰۶ مادې په بنسټ تأسیس شوی دی. دا کمېسیون یو اختصاصي اداره ده چې د بانکي او مخابراتي سکتورونو د پیچلو شخړو د حل او فصل لپاره په خپلواکه، شفافه، اغیزناکه او د تخنیک له پلوه په سالمه توګه عمل کوي او په دې قانون کې درج شوې مالي قضیې، قضایي مراجعو ته له تلو مخکې، په مصلحتي توګه حل او فصل کوي او همدا ډول هغه قضیې چې د بانکوالۍ په قانون، د افغانستان بانک په قانون او د مخابراتي خدماتو په قانون کې ځانګړي شوي دي تر څېړنې لاندې نیسي.
موخه:
د افغانستان بانک د قانون د یو سلو شپږمې مادې د حکم پر بنسټ، د مالي شخړو د حل کمېسیون یو نیمه قضايي اداره ده چې د جوړیدو موخه یې د سوداګریزو بانکونو او د افغانستان بانک او د مخابراتي کمپنیو او د مخابراتي خدماتو د تنظیم د ادارې (اترا) او د هغو ادارو ترمنځ د شخړو وړ قضیو ته چې په تړون لیک کې یې خپلې لانجمنې قضیې دې کمېسیون ته راجع کړي دي، رسیدنه ده. دا کمیسیون د شخړو وړ قضیې له قضائي څېړنو دمخه، په مصلحتي توګه حل او فصل کوي.
دندې
د مالي شخړو د حل کمېسیون د قانون د حکمونو په رڼا کې ژمن دی چې په بانکي او مخابراتي سکتورونو کې رامنځ ته شوې شخړې د قانون له حکمونو، نړیوالو معیارونو او چلندونو سره سم په اغیزناکه او روښانه توګه حل کړي.
تشکیلاتي چارټ
دا کمېسیون شپږ مسلکي غړي لري چې د افغانستان بانک د قانون د یو سلو اتمې مادې له حکم سره سم درې غړي یې حقوق پوهان دي چې د افغانستان بانک د لوی رئیس په وړاندیز او د افغانستان د جمهور رئیس لخوا په دنده ګمارل کیږي، پاتې درې غړي یې د حسابدارۍ د چارو کار پوهان دي چې د مالیې د وزیر په وړاندیز او د جمهور رئیس لخوا مقرریږي. د دې کمېسیون رئیس د حقوق پوهانو له منځه د افغانستان بانک د لوی رئیس په وړاندیز او د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي. دا کمېسیون واک لري چې د خپل کار له حجم سره سم اداري کارکوونکي په دنده وګماري.
د مالي شخړو د حل کمېسیون واکونه:
د مالي شخړو د حل کمېسیون واکونه د افغانستان بانک د قانون په یو سلو اوومه ماده کې تشریح شوي دي چې پر بنسټ یې کمېسیون کولای شي د افغانستان بانک په پرېکړو او حکمونو باندې بیا غور وکړي او حتی د یو سلو څلورمې مادې ۱ فقرې ۴ جزء د حکم پر بنسټ کولای شي د افغانستان بانک لخوا نیول شوی تصمیم یا حکم د ځانګړو مراتبو په پام کې درلودلو سره چې په قانون کې اټکل شوی، باطل کړي.
په همدې ډول کمېسیون د مخابراتي خدماتو د تنظیم د قانون د لسمې مادې د حکم له مخې کولای شي د شخړو اړوندې قضیې د مخابراتي کمپنیو او د اترا ادارې تر منځ بررسي او حل او فصل کړي.
د زیاتو معلوماتو لپاره د دې کمېسیون وب پاڼې ته مراجعه وکړئ .(fdrc.gov.af)