پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
عامل پلاوی
د افغانستان بانک د عامل پلاوي غړي د بانک لوی رئیس، لومړی مرستیال او دویم مرستیال دي. عامل پلاوی د افغانستان بانک د ادارې او ټولو عملیاتي چارو د پرمخ وړلو مسئولیت لري.
د عامل پلاوی غړي:
خلیل صدیقد افغانستان بانک لوی رئیسښاغلي خلیل صدیق د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۷ نېټه د افغانستان بانک د رئیس په توګه د ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کړه. ښاغلي خلیل صدیق لومړنۍ زده کړې د چهار آسیاب په ښوونځي، ثانوي زده کړې په حبیبیه لېسه او لوړې زده کړې په ۱۳۵۰ کال کې د کابل پوهنتون د ملي اقتصاد په څانګه کې ترسره کړي او په هماغه کال یې د افغانستان بانک د کارکوونکي په توګه په کار پیل کړی چې د افغانستان بانک په بېلابېلو برخو کې یې دندې ترسره کړي دي. ښاغلي صدیق په ۱۹۸۰ زیږدیز کال کې د افغانستان بانک د بهرنۍ سوداګرۍ د لوی مدیر او په ۱۹۸۱ زیږدیز کال کې د څېړنې او مطالعو د لوی مدیر په توګه دندې ترسره کړې دي چې د خپلو نورو دندو ترڅنګ پنځه کاله د افغانستان بانک د پیسو او اعتبار د کمېټې مسئول هم پاتې شوی. نوموړي د ۱۹۷۱ او ۱۹۸۱ کلونو ترمنځ د پیسو د نړیوال صندوق له سلاکارانو سره هم له نږدې همکاري درلوده. هغه په ۱۹۸۲ زیږدیز کال کې د وخت د جمهور رئیس د فرمان له مخې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په توګه وګمارل شو چې څلور کاله په دې پست کې په دنده بوخت ؤ او په دې موده کې یې د IMFپه غونډو کې د فعال استازي په توګه ګډون درلود او درې کاله یې (۱۹۸۶-۱۹۸۹) د افغانستان بانک د لوی رئیس د سلاکار په پست کې دنده ترسره کړې ده. ښاغلي صدیق په ۱۹۹۰ زیږدیز کال کې د وخت د جمهور رئیس د فرمان پر بنسټ د افغانستان بانک د لوی رئیس په توګه تقرر ترلاسه کړ، خو په هېواد کې د ناوړه امنیتي وضعیت له امله امریکې ته ولاړ چې له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۶ کاله پورې یې د مري لنډ ایالت د سن ترسټ سیلور سپرینګ په بانک کې دنده ترسره کړې ده. ښاغلي صدیق د افغانستان د نړیوال بانک (AIB) د ونډه لرونکو د غوښتنې پر بنسټ په ۲۰۰۶ زیږدیز کال کې د هغه بانک د عامل پلاوي ریاست په غاړه واخیست چې تر ۲۰۱۵ زیږدیز کال پورې د دې بانک د عامل پلاوي رئیس ؤ او همدا ډول د دوو کلونو لپاره د افغانستان د بانکدارانو د ټولنې د رئیس په توګه هم دنده ترسره کړې ده. ښاغلي صدیق همدا ډول له ۲۰۰۹ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د حرکت مؤسسې (د افغانستان د پانګونې د آسانتیا بهیر) د مدیره پلاوي غړی، له ۲۰۱۳ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې د امریکا د سوداګرۍ د خونې او صنایعو د پلاوي غړی او له ۲۰۱۱ کال څخه تر ۲۰۱۴ کال پورې د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ (AIBF) د مدیره پلاوي غړی ؤ او د دې ادارو په ښه والي او پرمختګ کې یې اغیزناکه رول لوبولی دی. ښاغلي صدیق د ESCAP سیمې د لږ پرمختللي هېوادونو لپاره د وارداتو، تهیې او عرضې د سیاستونو په اړه په سیمه ایز سمینار کې چې د UNCTAD/GATTITC لخوا د نیپال په کتماندو کې جوړ شوی ؤ، فعاله ونډه درلوده او په ۱۹۷۹ زیږدیز کال کې یې په واشنګټن ډي سي کې د پیسو د نړیوال صندوق په انسټیټیوټ کې د مالي او پالیسۍ د تحلیل کورس تعقیب کړ. ښاغلی خلیل صدیق چې یو مجرب او وړ بانکوال دی او د هېواد دننه او بهر د بانکوالۍ په بېلا بېلو برخو کې له ۳۰ کلونو زیاته کاري تجربه لري، له ولسي جرګې څخه د تائید د رایې په ترلاسه کولو سره د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په ۲۲ نېټه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس لخوا په رسمي مراسمو کې د لوی رئیس په توګه معرفي شو. |
|
واحد الله نو شیرد افغانستان بانک لومړی مرستیالښاغلی واحدالله نوشیر د افغانستان بانک د لوی ریاست د ۱۳۹۵/۱۰/۰۴ نېټې وړاندیز او د جمهوري ریاست د مقام د ۳۳۶۵ ګڼې ۱۳۹۵/۱۰/۰۷ نېټې حکم پر بنسټ د افغانستان بانک د لومړي مرسیتال په توګه وټاکل شو. د افغانستان بانک لومړی مرستیال ښاغلی واحدالله نوشیر یو تکړه اقتصاد پوه او بانکر دی چې د ماسټرۍ سند یې په ۲۰۰۹ زیږدیز کال کې په مالي او د نړیوالې بانکوالۍ په څانګه کې د بریتانیې د برمنګهم له پوهنتون څخه په اعلی درجه ترلاسه کړی دی. سربېره پر دې ښاغلی واحدالله نوشیر د پاکستان له اسلامي پوهنتون څخه د اقتصاد په څانګه کې لیسانس او ماسټري هم لري چې د روزنیز ظرفیت په پام کې نیولو سره یې دواړه دورې د سرو زرو د مډال په ترلاسه کولو سره پای ته رسولي دي. په دې وروستیو کې ښاغلي نوشیر د انګلستان په اکسفورډ پوهنتون کې د (Invention Gap Model) موډل طرح او وړاندیز کړی دی چې په هغه کې د متحرکو ټکو ترمنځ اختلاف چې پایله یې نوښت او اختراع کیږي، تر بحث لاندې نیول شوی دی. ښاغلي واحدالله نوشیر د نړیواله بانک، د پیسو د نړیوال صندوق، د نړیوالې سوداګرۍ سازمان، د ګمرک د نړیوال سازمان او نورو نړیوالو مالي مؤسسو لخوا په واشنګټن او سیمه ایزو ادارو کې د لوی اقتصاد د سیاستونو او مالي مدیریت په اړه په بېلابېلو روزنیزو پروګرامونو کې ګډون کړی دی. ښاغلی واحدالله نوشیر د هېواد دننه او بهر په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کړي دي، څرنګه چې په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ماليې وزارت د اقتصادي پالیسۍ د سلاکار په توکه دنده پر غاړه درلوده او له دې مخکې یې په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده . ښاغلي واحدالله نوشیر د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو په اوږدو کې د لندن په وال اسټریټ کې د مشتریانو د برخې د اجرايي مرستیال په توګه او د بارکلي د مالي او پور ورکونې په مؤسسه کې د مدیر د مرستیال په توګه دندې ترسره کړي دي. د افغانستان بانک لومړي مرستیال په ۲۰۱۱ زیږديز کال کې د (London school of Arts) په پوهنتون کې د نړیوالې سوداګرۍ د استاذ په توګه هم دنده ترسره کړې ده. باید وویل شي چې ښاغلي نوشیر د پورته دندو او مسئولیتونو ترڅنګ په لسګونو څیړنیز موارد په ځانګړې توګه په مالي او بانکي نظام کې ترسره کړي دي چې یو شمېر یې د نړۍ د معتبره رسنیو لکه بي بي سي او امریکا غږ له لارې خپرې شوي دي. |
|
محمد قسیم رحیميد افغانستان بانک دوېم مرستیالښاغلي محمد قسیم رحیمي د خپل لیسانس سند په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان د کراچۍ ښار د همدرد پوهنتون څخه د سوداګرۍ د مدیریت په رشته کې او د ماسترۍ سند په ۲۰۰۸ کال کې د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون څخه د مالي او بانکدارۍ چارو په رشته کې لاسته راوړی دی. ښاغلي رحیمي د افغانستان په مرکزي بانک کې تر دندې دمخه په ۲۰۰۳ زیږدیز کال کې د Action Against Hunger موسسې کې د مالي مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده. ښاغلي رحیمي په ۲۰۰۴ کال کې په د افغانستان بانک کې دنده پیله کړه او د بانک په بیلابیلو څانګو کې یې دنده ترسره کړې ده. نوموړی د بازار د عملیاتو په آمریت کې د مالي شننونکي په توګه وګومارل شو او وروسته بیا د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي د تصمیم له مخې د افغانستان بانک د اسعارو د مبادلې د نرخ او پانګې اچونې مدیر پست ته ترفیع ورکړل شو. ښاغلي محمد قسیم رحیمي د ماسترۍ سند د ترلاسه کولو وروسته د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې آمریت د مرستیال په توګه وګومارل شو چې د سوداګریزو بانکونو څخه د څارنې مهم او خطر لرونکی دنده پرغاړه واخیسته. ورپسې، عامل پلاوي د نوموړي د مالي او بانکي تجربو په پام کې نیولو سره د مالي چارو د لوی آمر په توګه وګوماره. ښاغلي رحیمي د یوه کال څخه لږې مودې لپاره د افغانستان بانک د خطراتو د عمومي آمر په توګه هم دنده سرته رسولې ده. تر دې وروسته په ۱۳۹۱/۱۱/۳۰ نیټې کې نوموړی د ټولو ناظر ادارې د سرپرست په توګه او بیا د افغانستان بانک د عالي شورا د کتنې کمیټې د نظر وروسته د افغانستان بانک د ټولو ناظر په توګه تعیین شو. ښاغلی محمد قسیم رحیمي د افغانستان بانک د عالي شورا د ۱۳۹۵/۰۴/۲۳ نیټې د ۳۹ شمیرې فیصلې پر بنسټ د افغانستان بانک د دوېم مرستیال په توګه وګومارل شو. |