پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک تاریخچه
د افغانستان بانک، د وزیرانو شورا د ۱۳۱۸/۲/۳ نیټې د ۱۵۲ ګڼې تصویب، د ملی شورا د ۱۳۱۸/۶/۱۹ نیټې د ۱۱ ګڼې تصویب، د اعیانو مجلس د ۱۳۱۸/۶/۱۲ نیټې تصویب او د ۱۳۱۸/۱۱/۱۷ نیټې د ۱۳۱۷/۵۲۸۰ د شاهانه حضور د منظورۍ پر اساس د یو سلو شل ملیونو افغانیو لومړنۍ پانګې په درلودلو سره د هېواد په پلازمینه کابل ښار کې پرانیستل شو چې کولای شوی، د افغانستان په دننه او بهر کې له لازمو واکونو او دندو سره خپلې نمایندګۍ او فروعات جوړ و سکتوري بانکونه وټاکي. د افغانستان د بانکدارۍ نظام د افغان ملي بانک له پرانیستلو سره سم په ۱۳۱۲ هجري لمریز کال کې په کار پیل وکړ. د د افغانستان بانک له تاسیس څخه مخکې، افغان ملي بانک د دولتي بانکدارۍ چارې پرمخ وړلی چې د افغانستان بانک د تاسیس سره د دولتي بانکدارۍ چارې او د پیسو چاپ او خپرونو مسوولیت دې بانک ته ولیږدول شو. د د افغانستان بانک د دولت د بانکدار او د سوداګریز بانک په توګه وکولای شول، هم د افغانیو د چاپ او خپرېدو په برخه کې ستر او د پام وړ بدلونونه راوړي او هم د بانکي نظام د لارښوونې په برخه کې سترې لاسته راوړنې ولري. د افغانستان بانک فعالیت کولای شو په دوو پړاونو وویشو: لومړی پړاو چې له ۱۳۱۸ کال څخه تر ۱۳۸۰ کال پورې رانغاړي، د افغانستان بانک د بازار له تقاضا سره سم د پیسو په چاپ، ضرب او خپرولو، د پیسو د ارزښت په ساتلو او د دولتي بانکدارۍ په چارو بوخت ؤ چې د دې دندو ترڅنګ یې د افغانستان بانک د نورو سوداګریزو بانکونو په شان سوداګریزې چارې هم په مخ بیولې چې کولای شو د سپما، جاري، میعادي حسابونو له پرانیستلو، د پانګوونې د لاپیاوړتیا په موخه د پورونو له اجراء او په سوداګریزو برخو کې د نورو پورونو له اجراء کولو څخه یادونه وکړو. دویم پړاو له ۱۳۸۱ کال څخه پیلیږي. د افغانستان د اساسي قانون له تصویب څخه وروسته مرکزي بانک د دې قانون د ۱۲ مادې پر بنسټ د یو خپلواکه (مستقل) بانک په توګه ثبت او د وسپارل شویو صلاحیتونو په رڼا کې په بیلابیلو برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې په برخه شوی. د افغانستان بانک د نوي بانکي او مالي قوانینو پر بنسټ، ټولې سوداګریزې چارې دولتي او خصوصي بانکونو ته وسپارلې او د جواز ورکولو او د بانکي او مالي موسساتو د فعالیت او څارنې مسوولیت یې په غاړه واخیست. د افغانستان بانک د قانون پر بنسټ د بیو ثبات ساتل د افغانستان بانک د لومړني او اصلی اهدافو څخه دی. په همدې موخه د پولي سیاستونو اجراء، د اسعارو ترتیبات او د ارزي سیاست طرح کول، د بانکنوټونو چاپ او د مسکوکاتو ضربول د مرکزي بانک له دندو څخه وټاکل شوو. د دې ترڅنګ له قانون سره سم د دولت د بانکدار او مالي استازي، بانکونو، صرافانو، د پولي خدماتو وړاندې کوونکو او د بیه لرونکو پاڼو وړاندې کوونکو ته د جواز ورکړنې د بنسټ په توګه او د تادیاتو د خوندي او سالم په برخه کې فعالیت کوي.