خپرونې

د افغانستان بانک تل هڅه کړې څو د خپلو خپرونو له لارې د افغانستان بانک او ذینفع شریکانو ترمنځ سالمې او اغیزناکه اړیکې ټینګې کړي، د پولي سیاست، د بانکي نظام د کړنو او د افغانستان بانک د نورو موخو د تطبیق په برخه کې د خپرونو د ارزښت په پام کې نیولو سره، اوس مهال د افغانستان بانک نشراتي مواد د بانک د میاشتنۍ خپرونې، کلنيو راپورونو، د افغانستان بانک د تاریخچې د بروشور، د احصائیوي او اقتصادي بولټنونو، په افغانستان کې د سکې او بانکنوټ د بهیر د کتاب، ولسمشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو ته د ورکړل شویو ډالیو د انځوریزو رسالو او د داسې نورو نشراتي موادو له لارې د ذینفع شریکانو، خلکو، رسنیو، خصوصي سکتور، حکومت، ملي شورا او اکاډمیکي ټولنې د پوهاوۍ لپاره خپروي.