دمبادلې نرخ پالیسی

د هېواد د اسعاري سیاست طرحه کول، ترلاسه لاندې نیول او اجراء کول د افغانستان بانک له منحصرو دندو څخه شمېرل کېږي چې د افغانستان بانک د قانون ۶۹ ماده په دې اړه صراحت لري. د افغانستان بانک په نړۍ کې د اته ډوله دودیزه اسعاري رژیمونو له ډلې څخه د مبادلې د نرخ متحول مدیریت شوی رژیم(Managed Floating  Exchange Rate) غوره کړی دی چې په دې رژیم کې د اسعارو په وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ په بازار کې د عرضې او تقاضا پر بنسټ ټاکل کېږي.

دا اسعاري سیاست د اقتصادي شرایطو، د تادیاتو د بیلانس (واردات او صادرات)، د اقتصاد د پرانیستې درجې (د اسعارو ورود او خروج په پام کې نیولو سره اتخاذ شوی دی. د دې اسعاري سیاست په اډانه کې مرکزي بانک د مبادلې نرخ د هدف په توګه په پام کې نه نیسي. په ورته وخت کې د اقتصادي ډګر د فعالانو یعنې مستهلکینو او پانګه اچوونکو پر تمو او د انفلاسیون پر نرخ او پر عمومي بیو باندې د مبادلې نرخ د نوساناتو د منفي اغېزو له امله مرکزي بانک د مبادلې د نرخ بهیر په ځیرتیا سره تر پام لاندې لري او د شته ابزارو او امکاناتو په مرسته تر اوسه پورې د مبادلې د نرخ نوسانات کنټرولوي.