پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د پولي سیاست ابزارونه
د افغانستان بانک د پولي زیرمو د کچې د کنټرولولو لپاره له دوو ابزارونو یعنې د اسعارو پلور او د افغانستان بانک د بیه لرونکو پاڼو له لیلام څخه د پولي سیاست د لومړنيو وسایلو په توګه کار اخلي.
۱. د لیلام له لارې د اسعارو پلور: د اسعارو پلور د اسعارو د پېر او پلور د مقررې په اډانه کې د لیلام د آزادې او رڼې پروسې له لارې د سوداګریزو بانکونو او د جواز لرونکي صرافانو په ګډون په اوونۍ کې دوه ځلي ترسره کېږي.
۲. د بیه لرونکو پاڼو لیلام: دوېم ابزار چې د افغانستان بانک لخوا د پولي زیرمو د کنټرولولو په موخه کارول کېږي، د بیه لرونکو پاڼو (Capital Notes) له پلور څخه عبارت دی چې په اوونۍ کې یوځل پر سوداګریزو بانکونو پلورل کېږي. د یادولو وړ ده چې د افغانستان بانک له دې ابزار څخه په لا زیاتې ګټې اخیستنې سره کولای شي د اسعارو پر پلور د اتکاء کچه راټیټه کړي. د افغانستان بانک د روان مالي کال د وري میاشتې له پیل څخه د ۲۸ ورځني، ۱۸۲ ورځني او ۳۶۴ ورځني بیه لرونکو پاڼو ترڅنګ اوونیزه (۷ ورځني) بیه لرونکي پاڼې معرفي کړي چې دا کار په دې پاڼو کې د پانګونې زمینه زیاتوي. همدا ډول د افغانستان بانک په پام کې لري چې د بیه لرونکو پاڼو د ثانوي بازار په دودولو سره د نقدینګۍ په کنټرول کې د دې ابزار ونډه زیاته کړي.
د دې ترڅنګ د افغانستان بانک نور پولي ابزار لکه اجباري زیرمې (Required Reserves) هم په واک کې لري چې د اړتیا په صورت کې د احتیاطي – څارنیزو موخو د تامینولو سربېره د پولي سیاست د اجراء په موخه هم ترې ګټه اخیستل کېږي. اوس مهال په افغانستان کې د اجباري زیرمو د اماناتو نسبت ۸ سلنه ده.