د پولي سیاست لومړنی او اصلي هدف

د افغانستان بانک د قانون د دویمې مادې له مخې د مرکزي بانک لومړنی هدف د کورنيو بیو ثبات تامینول او خوندي ساتل دی. د توکو او خدمتونو د بیو په وړاندې د ملي پیسې د ارزښت د ثبات پرته دې هدف ته رسېدل ناشونې ده. له کومه چې افغانستان یو نسبتاً پرانیستی اقتصاد او د سوداګرۍ کسر لري نو د مبادلې نرخ د نوساناتو له امله د کورنيو بیو ثبات اغېزمن کېږي، له همدې کبله مرکزي بانک د اسعارو په وړاندې د افغانۍ په ارزښت کې بدلونونه په بشپړه ځیرتیا سره تر پام لاندې لري او د مبادلې په نرخ کې د شدیده نوساناتو د مخنیوي او د بیو په کچه او نورو اقتصادي شاخصو باندې د دې نوساناتو د منفي اغېزو د مخنیوي په موخه بازار کې د متحول مدیریت شوي آزاد اسعاري نظام (Managed Floating Exchange Rate) په اډانه کې د خپل لومړنۍ موخې د تأمینولو لپاره په بازار کې لاسوهنه کوي.

د هربل اقتصاد په څېر په افغانستان کې هم د توکو او خدمتونو او د اسعارو په وړاندې د ملي پیسو ارزښت د عرضې او تقاضا د عواملو سره تړاو لري. د افغانستان په اقتصاد کې د ملي پیسو لپاره تقاضا د معاملاتي تقاضا له کچې یعنې په هېواد کې د اقتصادي فعالیتونو (د اقتصاد له حقیقي ودې) او ملي پیسو ته د خلکو په لیوالتیا کې بدلون سره اړه لري.

اوس مهال د افغانۍ لپاره د تقاضا تر ټولو مهم عامل د دولت لګښتونه جوړوي. د پولي سیاست طرحه کول یعنې په اقتصاد کې د پیسو د عرضې د زیاتولو یا کمولو (د نقدینګۍ د حجم کنټرول) په اړه تصمیم نیونه، د افغانۍ لپاره د تقاضا د کچې په پام کې نیولو سره ترسره کیږي. له همدې کبله د پولي سیاست طرحه د هېواد د مالي سیاست (د دولت د لګښتونو/عوایدو د پروګرامونو) په پام کې نیولو سره ترسره کیږي. په ورته وخت کې، موسمي بدلونونه، د حقیقي سکتور غوړېدنه او یا لوېدنه هم د افغانۍ لپاره د تقاضا په کمېدو او یا زیاتېدو باندې اغېزه لري.