د اسعارو لیلام اعلان

 

د افغانستان بانک 20 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

کابل، 1397 کال د تلې 15 ـ د افغانستان بانک غواړي چې د1397 کال د تلې میاشتې په 16 نېټه د دو شنبی په ورځ د داوطلبۍ په ترڅ کې شاوخوا 20 میلیونه امریکايي ډالره د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې وپلوري. د افغانستان بانک په دې پروسه کې د ګډون کولو په موخه له صرافانو او سوداګریزو بانکونو څخه چې د شرایطو لرونکي وي، غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د لیلام ګټوونکي اړ دي څو خپل حسابونه د ورځې تر پایه پورې (T) تصفیه کړي.

هغه صرافانو چې تر اوسه پوري یو میلیون او پنځه سوه زره افغانۍ د اسعارو په لیلامونو کې د تضمین په توګه تحویل کړي نه دي کولای شي له داوطلبی یو ورځ مخکې خپلې د تضمین پیسې تحویل کړي او په راتلونکي لیلام کې ګډون وکړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د لیلام ګټوونکي د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغده او یا د حوالې له لارې په ټاکلي موده کې بانک ته سپاري.