د ګمارنې خبرتیا

د سویل لویدیز زون د پولي سیاست د آمریت د  سیمه ایز اقتصاد پوه پُست آزادې سیالۍ ته سپارل کیږي

د پُست نوم: اقتصاد پوه

ګریډ:  اتم  

د ګومارنې ډول: دایمی

دندې او مسئوولیتونه:

د عمومي او مستقیم آمر په همکارۍ د څیړنیز پروګرامونو ترتیب او تنظیم 

د څیړنیز پروګرامونو د پیل لپاره د یوې اډانې طرحه او جوړول

د څیړنې لپاره له ویب پاڼو، کابونو، علمي رسالو او له اشخاصو او ادارو څخه د سر چینو راټولول

د سرچینو مطالعه او شننه او د راپورونه ترتیبول

د څیړنیزو کارونو په جریان کې له مستقیم او عمومي آمر سره همغږۍ

د لیکنو سمون او بیاکتنه

د څیړل شوي موضوع نهایي کول او ډیزاین او ذیدخلو مراجعو ته د هغه وړاندې کول

د  نوروکارونو  تر سره کول چې د  شعبې د آمر یا د مرستیال لخوا ورته  سپارل کیږي.

شخصي ځانګړنې:

د زده کړې درجه:  د اقتصاد، اداری او مدیریت، بانکدارۍ او مالي څانګه کې لیسانس (خو د ماسترۍ لرونکي ته لومړیتوب ورکول کیږي).

تجربه:  په اړونده برخه کې لږ تر لږه 3 کاله کاري تجربې ولري.

وړتیاوې او توانایي: د کاري مسایلو د شننې وړتیا، په لیک او لوست کې فصاحت او بلاغت، په ملي ژبو پوهیژی، له داخلي او بهرنۍ ادارو سره اغیزناکه اړیکې ټینګول، د کره او دقیقو راپورونو وړاندې کول، د کمپیوټر له آفیس پروګرامونو او احصائیوي پروګرامونو سره پوره آشنایي.

شخصي صفتونه او ارزښتونه: صادقه او نیک چلند ولري، منظم،  دندې ته پابند،وخت سره سم اجراات،  ډله ییز کار سره لېوالتیا، مسئولیت مننونکی، تصمیم نیوونکی اوپه دنده کې مسلکي وي

نوت: د شرایطو وړ مینه وال کولای شي چې خپله CV یا د سوانحو لنډیز له غوښتنلیک سره یو ځای چې په کې د یاد او انتخابي پُست نوم او فعاله بریښنالیک پته درج شوی وي، د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې له ۲۲ نیټې څخه مخکې دې بریښنالیک Dab.jobs@dab.gov.af ته راولیږي. د دې ترڅنګ مینه وال کولای شي چې د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره ویب پاڼېdab.gov.af ته مراجعه وکړي.

مهم ټکي:

- د مرکې لپاره یوازې د شارټ لست شوي کاندیدانو سره اړیکه نیول کېږي.

- د ازموینې نیټه وروسته اعلانیږي