د عامه اعتباراتو د ثبت اداره

د عامه اعتباراتو د ثبت اداره د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې له نړیوال بانک سره د مالي ټینګښت د پروژې د تړون له مخې، د افغانستان بانک په اډانه کې جوړ شو. د دې ادارې فعالیتونه د منقولو اموالو د رهني حقوقو ثبت او د عامه اعتباراتو د ثبت سیستمونه رانغاړي چې د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي؛ دې ادارې خپل اړوند واکونه د بانکدارۍ قانون او د افغانستان بانک قانون په رڼا کې تنفیذ کړي او د افغانستان بانک د قانوني واکونو په رڼا کې عمل کوي. 

موخه:

د دې ادارې موخه له نړیوالو نورمونو او د بانکدارۍ د پیژندل شویو اصولو سره سم د مطلوبو اعتباري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د معیاري او ستندرد اعتباري معلوماتو له برابرولو څخه عبارت دی، چې د دواړو اړخونو رضایت په سمه توګه ترلاسه کولای وشي. 

د عامه اعتباراتو د ثبت اداره لاندې برخې لري:

  • د عامه اعتباراتو د ثبت مدیریت
  • د رهني حقوقو د ثبت مدیریت
  • د معلوماتي تکنالوژۍ مدیریت
  • د سوداګرۍ د پرمختیا مدیریت
  • حقوقي مشاوریت
  • اداري مدیریت

د دې  ادارې بنسټیزې پروژې:

د عامه اعتباراتو د ثبت دفتر (Public Credit Registry)

د عامه اعتباراتو د ثبت دفتر موخه، د اعتباري معلوماتو د یو خوندي سیستم جوړول دي چې مالي مؤسسې، سوداګریز بانکونه، مخابراتي شرکتونه او اړوندې ادارې ترې ګټه پورته کوي او دا مؤسسې د همدې سیستم له آسانتیاوو څخه په ګټې اخیستنې سره کولای شي د پور د ترلاسه کولو په موخه د مشتریانو د مراجعې پر مهال د شخص (پیرودونکی) د اعتباري سوابقو په اړه معلومات ترلاسه کړي. په حقیقت کې د افغانستان په بانکي سکتور کې د لومړي ځل لپاره د دې سیستم جوړول یو د پام وړ نوښت ګڼل کیږي، ځکه چې د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې د پام وړ مستقیمې او غیر مستقیمې مالي ګټې تر شاه لري او د هېواد د اقتصادي ودې او پرمختګونو زمینه تأمینوي. دا سیستم د نړیوال بانک، نړیوالې مالي ادارې(IFC)  او د حرکت مؤسسې په مرسته پلي کیږي. د دې سیستم په پلي کیدو سره به د استعلام د لیږدولو له لارې د پیرودونکی د سوابقو په اړه د معلوماتو ترلاسه کول چې د سوداګریزو بانکونو لخوا کارول کیده ودرول شي او هغه پیرودونکو چې ښه اعتبار لري کولای شي په لا زیاتو اسانتیاوو سره پور ترلاسه کړي.

د منقولو اموالو د رهني حقوقو د ثبت دفتر

د پرمختیا په لور هېوادونو په اقتصاد کې؛ د کوچنيو او منځنيو سوداګریو رول د خصوصي سکتور ستره برخه جوړوي او د کار موندنې لپاره تر ټولو ډېرې زمینې برابروي. کوچنۍ او منځنۍ سوداګرۍ، د افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره بنسټیز محرک هم ګڼل کیږي. د منقولو اموالو رهني معاملې کولای شو مالي وجوهو ته د لاسرسۍ په موخه بنسټیزه وسیله وګڼو. په همدې موخه د منقولو اموالو د تضمینونو د رهني حقوقو د ثبت دفتر "په بانکي معاملو کې د منقولو اموالو د رهن قانون" د ۴۸ مادې د حکم له مخې او "د منقولو اموالو د رهني خبرتیاوو د ثبت مقرره" د منقولو اموالو د رهني خبرتیاوو د ثبت په موخه جوړ شوی دی. د دې سیستم موخه؛ د منقولو اموالو د رهني حقوقو ثبت، د رهني حقوقو د تقدم ثابتول او د دریم شخص د خبرتیا په موخه د رهني خبرتیاوو خپرول دي. التزامونه د رسمي طی مراحلو له لارې د رهني حقوقو د ثبت په موخه د منقولو اموالو د رهن د مقررې په پام کې نیولو سره په حد اقل توګه تنظیم شوي او هیڅ ډول اداري طی مراحلو او د ثبت دفتر لخوا منظورۍ ته اړتیا نه لري.