پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د بازار عملیات لوی آمریت
د بازار عملیات لوی مدیریت، د افغانستان بانک د قانون له تصویب څخه وروسته د ۲۰۰۳ میلادي کال په وروستیو کې د بازار اقتصاد د نظام په پام کې نیولو سره جوړ شو.
لید لوری(Vision)
د هېواد د اسعاري زیرمو اداره او زیاتوالی، په نړیوالو معیارونو سره د اسعارو د پانګه اچونو معیاري کول او د داسې ادارې جوړول چې وکولای شي د افغانستان بانک د پولي سیاستونو په اغیزناکه تحقق کې د پام وړ رول ولوبوي، د دې مدیریت لید لوری جوړوي.
موخه:
د بازار عملیات د لوی مدیریت د جوړیدو عمده او بنسټیزه موخه عبارت ده له: په معامله لرونکو نړیوالو معتبرو بانکونو کې د افغانستان د اسعاري زیرمو د پانګونو اداره او کنټرول او د بانک په ګټه د اغیزناکه عوایدو ترلاسه کول او د عملیاتي وسایلو او ابزارو له لارې د پولي سیاستونو تحقق.
دندې او جوړښت:
د بازار عملیات لوی مدیریت په خپل تشکیلاتي جوړښت کې (۳۱) تنه کارکوونکي لري او د دندو له پلوه په لاندې پنځو برخو ویشل شوی دی:
۱. د اسعاري زیرمو اداره چې له دریو مدیریتونو فرانټ آفیس، بک آفیس او میډل افیس څخه جوړه ده.
الف: د فرانټ آفیس مدیریت: څرنګه چې د فرانټ آفیس له نوم څخه معلومیږي، د دې برخې کارکوونکي نیغ په نیغه د بانک د انټرنټي وسایلو له لارې له معامله لرونکو بانکونو سره په اړیکه کې وي او له منظورې شوې لایحې سره سم او د هغه هدایت پر بنسټ چې د پانګونې د کمیټې لخوا ورته کیږي د افغانستان اسعاري شتمنۍ له معامله لرونکو بانکونو سره په پانګه اچوي.
ب: د بک آفیس مدیریت: د دې برخې عمده او مهمې دندې په CBS او I Treasury سیستمونو کې د هغو پانګونو د معاملو ثبتول دي چې د فرانټ آفیس لخوا ترسره کیږي. په ورته وخت کې دا برخه د ټولو بهرنیو ریزرقونو د تادیې او بهرنیو معامله لرونکو بانکونو سره د لنډ مهاله او اوږد مهاله پانګونو د معاملو د کانفرمیشنونو، د نړیوال بانک د (Ramp) په پروژو کې د پانګونې د څارنې او کنټرول او د CBS په سیستم کې معامله لرونکو بانکونو سره د بانک د عوایدو حساب ته د پانګه اچول شویو شتمنیو د ټکټانې د عوایدو د سنجش او لیږد مسئولیت هم لري.
ج: میډل آفیس مدیریت (منځنی دفتر): د دې برخې مهمه او بنسټیزه دنده معامله لرونکو بانکونو سره د پانګونې د خطرونو له امله د لازمو معلوماتو برابرول او همدا ډول د (Bloomberg) او داسې نورو انټرنیټي وسایلو له لارې د احتمالي خطرونو او د معامله لرونکو بانکونو د ډله بندۍ په اړه وخت په وخت د لازمو معلوماتو برابرول او د فرانټ آفیس برخې ته د دې معلوماتو لیږل دي.
۲. د دولتي بانکدارۍ مدیریت (کپیټل نوټ):
څرنګه چې پورته یادونه شوې، د بازار عملیاتو لوی مدیریت د پولي سیاست د پلي کیدو وسایل په لاس کې لري چې له هغه څخه د افغانستان بانک د پولي سیاستونو د اغیزناکه تحقق په موخه ګټه پورته کوي. د دولتي بانکدارۍ مدیریت دا وسایل او ابزارونه اداره او کنټرولوي چې په لومړني او ثانوي بازارونو کې د بیه لرونکو پاڼو یا د کپیټل نوټ لیلام رانغاړي. د اجباري زیرمو ( Required Reserve)، سوداګریزو بانکونو لپاره د شپې پورونو (Overnight Credit Facility) او همدا ډول په شپې د پانګه اچونو کې د بانکونو د پانګونو (Overnight Deposit Facility) اداره او کنټرول د دې مدیریت له دندو څخه شمېرل کیږي.
۳. د لیټراف کریدټونو مدیریت:
د بهرنیو او کورنیو کمپنیو څخه د وزارتونو او نورو دولتي ارګانونو د اړتیا وړ سامان آلاتو او تجهیزاتو د واردولو په موخه په اسعارو او افغانۍ د وارداتي لیتراف کریډټونو پرانیستل د لیتراف کریډټونو د مدیریت له دندو څخه شمېرل کیږي. لیتراف کریډټونه د اړوند ادارو په فرمایش او د مالیې وزارت په موافقه له عادي او پرمختیايي بودجې څخه د اړوندو کمپنیو په وجه د بهرنیو او کورنیو معامله لرونکو بانکونو له لارې د قوانینو پر بنسټ صادریږي.
۴. د اسعارو د لیلام مدیریت:
له هغه ځایه چې د اسعارو او په ځانګړې توګه امریکايي ډالرو لیلام د افغانستان بانک د پولي سیاست د ابزار له ډلې څخه شمېرل کیږي، په همدې موخه د افغانستان بانک بازار ته د ډالرو د وړاندې کولو له لارې له اړتیا زیاتې افغانۍ چې د هېواد په اقتصاد کې ورته د ګردښت اړتیا نه وي، راټولوي، ځکه که چېرته له اړتیا زیاتې افغانۍ په اقتصادي ګردښت کې پاتې شي، د انفلاسیون حالت منځته راوړي او د افغانۍ د ارزښت د کمیدو لامل کیږي.
۵. د اسعارو د تبادلې د نرخ مدیریت
له کورنیو بازارونو څخه د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د تبادلې د حقیقي نرخ راټولول او د دولتي او خصوصي ادارو د کارولو لپاره د هغه پروسس، خپرول او تکثیرول د دې مدیریت مهمه او بنسټیزه دنده ده.