پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د خدماتو لوی مدیریت
د خدماتو لوی مدیریت د افغانستان بانک یو له عملیاتي مدیریتونو څخه دی او د اداري او تعمیراتو په نوم دوه معاونیتونه لري.
۱- اداري معاونیت
د اداري معاونیت په اډانه کې د اجرائې، وېش، د حفظ او مراقبت، ترانسپورټ او روغتیايي کلینیک برخې دندې ترسره کوي چې د هرې برخې دندې یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
د اجرائې برخه
د بانک د کارکوونکو د کرایو او سفریو اجراء کول، د اعلانونو د مکتوبونو ترتیبول او د اعلانونو د لګښتونو مجرائي ورکول، د افغانۍ د دودولو او خوندي ساتلو په موخه د اعلانونو د مکتوبونو او د هغه د لګښتونو د مجرائۍ اسنادو ترتیبول، د بانک د کارکوونکو د تلو او راتلو د ټکټونو برابرول، د بریښنا او ډیجیټل ټیلفونونو د لګښتونو د اسنادو ترتیبول او د بانک د لګښتي بودجې ترتیبول او تنظیمول او د اسنادو او آویزونو واردول او صادرول، د بانک د کارکوونکو د طلبونو او د طلبونو د فسخ کولو د اسنادو اجراء کول د دې برخې دندې ګڼل کیږي.
د وېش برخه
د دې برخې دندې د مرکز، نمایندګیو او اړوندو ښاري څانګو د قرطاسیې، اثاثیې او د وسایطو د روغنیاتو او پرزه جاتو اجراء کول جوړوي. د دې ترڅنګ د کارول شویو او له کاره غورځیدلو توکو د حوالو ترتیبولو، د مرکز، ښاري څانګو او ولایتونو د خانه سامانانو او تحویلدارانو په جمع کې د اثاثیې د توکو جمع او قیدولو او د اثاثیې د تحویلدار په جمع کې د بې کاره توکو قیدول، د خانه سامانانو له جمع څخه د تحویلدار جمع ته د مستعملو او بې کاره توکو مجرائي، د نويو توکو د حوالو ترتیبول او د مرکز، ښاري څانګو او د ولایتونو د نمایندګیو د خانه سامانانو په جمع کې د هغه قیدول، د مرکز د خانه سامانانو د تسلیمۍ د دورې د توکو ترتیبول، جمعول او قیدول، د مرکز د شعبو او د ولایتونو د نمایندګیو د چاپ شویو مکتوبونو، چکبکونو او قرطاسیو ترتیبول؛ د دې برخې له دندو څخه دي.
د حفظ او مراقبت برخه
د دې برخې دندې د مرکز کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ برابرول او له پخلنځي څخه مراقبت او کورنيو او بهرنيو میلمنو ته د خواړو برابرول، د حوالو اجراء کول، د بانک د مرکزي دفتر د انګړ مراقبت او پاکول، په دهلیزونو کې د سوځیدو ضد آلو نصبول او کنټرولول، د بې کاره او له کاره غورځیدلو توکو لیږدول او د بانک د میلمستون مراقبت جوړوي.
د ترانسپورټ برخه
د عامل پلاوي د غړو، د عمومي مدیرانو او امنیتي کارکوونکو لیږدول، له لګښت څخه مراقبت او د هغه د اسنادو ترتیبول، د ترمیم وړ وسایطو د راپور ترتیبول، خط السیر کتابونو د سندونو او د ټولو ترمیماتي بلونو او د تیلو د وېش د چکونو برابرول، د خط السیر په بنسټ د وسایطو د تیلو چک او وېشل، د ترانسپورټ مدیریت د موټرونو د فعالیت او ګردښت اټکل او د ترانسپورټ برخې د اسنادو د واردې او صادرې ترتیبول د دې برخې له دندو څخه دي.
روغتیايي برخه
روغتیايي خدمتونه چې د افغانستان بانک کارکوونکو لپاره لومړنۍ معاینې او درملنې رانغاړي، د دې برخې لخوا ترسره کيږي. دا برخه د کارکوونکو د غرمې د ډوډۍ د څارنې مسئولیت هم په غاړه لري.
د کنټرول برخه
د خدماتو د لوی مدیریت دا برخه د وېش، اجرائیې او د لګښتونو اړوند د ټولو سندونو د کنټرول او څارنې مسئولیت په غاړه لري
۲. د تعمیراتو معاونیت
د خدماتو د لوی مدیریت دا معاونیت څرنګه چې له نوم څخه یې ښکاره کیږي، په مرکز او ولایتونو کې د افغانستان بانک د ساختماني پروژو او ودانیو د ترمیمولو چارې په غاړه لري، د تعمیراتو معاونیت تخنیکي او عملیاتي، املاک، اداري او د فني کارګرانو برخې لري چې په لاندې ډول معرفي کیږي:
الف: د عملیاتي تخنیک برخه: دا برخه د نقشې د طرحې، ډېزاین او اسکیچ او په اټکلي توګه د بانک د پلان شویو پروژو د لومړني اټکل، د منعقده پروژو د اجرأتو څخه څارنه او د تخنیکي مسایلو او ثاني برآوردونو په اړه د ښاري پرمختیا له وزارت سره د اړیکو د تامینولو مسئولیت په غاړه لري.
ب: د املاک برخه: دا برخه د املاک اړوندو کتابونو ته د مرکز او ولایتونو د عوایدو او لګښتونو د رارسیدلي آویزونو د درجولو، د بانک له جایدادونو څخه د مراقبت او د بانک د هغو ملکیتونو د تړون د لاسلیکولو د څرنګوالي مسئولیت په غاړه لري چې په کرایه ورکول کیږي.
ج: اداري برخه: دا برخه د کتابونو د وړاندیزونو او مکتوبونو د لیکولو ترڅنګ د تعمیراتي سندونو د ساتلو او داسې نورو مواردو مسئولیت په غاړه لري
د: د فني کارګرانو برخه: دا برخه د افغانستان بانک د بېلا بېلو شعبو د غوښتنلیکو او فرمایشونو پر بنسټ د فني ګارګرانو د ګمارلو مسئولیت په غاړه لري او همدا ډول د مرکز ګرميو او جنراتورونو د تیلو له لګښتونو څخه مراقبت هم د تعمیراتو د معاونیت د دې برخې دنده ده.