د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت

 

څیړنې ښایي چې مالی پراختیا د سترو اقتصادی اهدافو لکه ټولیزه وده، د فقر او عاید د نا برابری کموالی او په هیواد کی د هوساینی په راوستلو کی ستر رول لوبوی. د مالی خدماتو د پراختیا ارزښت او د نړیوالو ادارو لکه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال وجهي صندوق  (IMF) وړاندیزونو ته په کتو د افغانستان بانک د 2016 میلادی کال د جون په میاشت کی د مالی خدماتور پراختیا لوی آمریت تاسیس کړ ترڅو مالی خدمات ته عامه لاسرسی پراخه او د افغانستان لپاره د مالی خدمات پراختیا ملی ستراتیژی (NFIS) جوړه کړی.

لید لوری

د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت  لید لوری د افغانستان ځوان نسل او په ځانګری ډول فقیر، کم عاید لرونکو او محرومو وکړو،  د لوړو کیفیت لرونکو مالی خدماتو ته د خوندی، آسان، مناسب، اقتصادی او دومداره لاسرسی آسانتیا برابرول دی. پدی خدماتو کی بانکی حساب، د سپما حساب، د تقاعد حساب، بیمه، پور او مناسبو تادیاتی وسايلو ته لاسرسی شامل دي. 

موخې 

د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت د خپل کاري استقامت په لور، لاندې منځ مهاله او وروستئ موخې تعقیبوي:

  • منځ مهاله  موخی
  • رسمی مالي خدمتونو ته د عامه او په ځانګړې ډول د فقیر او کم عاید لرونکې طبقې د لاسرسي زیاتوالې
  • د مالي خدمتونو د مشتریانو حقوق تامینول
  • په افغانستان کی د  مالي سکتور د مشتریانو د مالي پوهې او وړتیا ښه کول
  • د ټولیزی اقتصادی ودې  لپاره پیاوړې او خوځنده زمینه برابرول
  • د رسمی مالی خدمتونو کارولو کلتور د ودی او پیاوړتیا لپاره کار کول
  • وروستۍ موخی
  • په هیواد کې د مطلق فقر کمول
  • د عاید نا برابری کمول
  • د عامه هوساینی تامین

دندې او مسؤلیتونه

د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت دندې او مسؤلیتونه په لاندې ډول دې:

  • په هیواد کې مالي خدماتو ته د عامه لاسرسی په وړاندی د ننګوونو او خنډونو د پیژندلو لپاره تشخیصی مطالعات تر سره کول.
  • په هیواد کې مالي خدمتونو ته د عامه لاسرسی  پراختیا د تګلاری جوړولو لپاره وړاندیزونه ورکول.
  • افغانستان لپاره د مالی خدماتو پراختیا ملی ستراتیژی (NFIS) جوړول.
  • د مالي پوهې او وړتیا د سطحی لوړولو  لپاره د ملي ستراتيژۍ جوړول.
  • د مالی خدماتو پراختیا ملی ستراتیژی د تطبیق لپاره د څارنی اغیزمن سیستم ایجادول.
  • ټا کلو موخو ته رسیدو لپاره د مالی خدماتو پراختیا ملی ستراتیژی تطبیق د اغیزمنتیا ارزونه.
  • مالي خدمتونو د مصرفوونکو د حقوقو ساتنی او ملاتړ لپاره اړوند قوانین او مقررې جوړول.
  • مالي خدمتونو ته د لاسرسی په موخه روزنیز او د عامه پوهاوې ورکشاپونه او پروګرامونو جوړول.

 تشکیلاتی جوړښت  

اوس مهال، د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت د آمر او مرستیال په ګډون لس تخنیکي کارکونکي لري. دا آمریت لاندی پنځه برخې لري:

  1. د پالیسۍ او مقرراتو برخه

دا برخه د مالی خدماتو د پراختیا له نظره د افغانستان بانک د اوسني قانوني او مقرراتي کاري چوکاټ د بیا کتنی او د نړیوالو معیارونو سره د پرتله کولو مسؤلیت په غاړه لری. برسیره پردی، دا برخه د هغه حقوقي او مقرراتي خنډونو پیژندلو دنده پرغاړه لری چی په هیواد کی د مالی خدماتو  پراختیا محدودوی او د یومتحرک او وړ حقوقی کاری چوکات د رامنځ ته کولو لپاره د پالیسئ په برخه کی د موثرو اصلاحاتو راوستلو لپاره خپلی سپارښتنی وړاندی کوی ترڅو په هیواد کی د مالی خدماتو په پراختیا کی مرسته وکړی.  

  1.  د ارقامو او تحلیل برخه

دا برخه نړیوالو لارښودونو ته په کتو د معلوماتو راټولو او مالي پراختیا د شاخصونو د تحلیل او د اړتیا وړ تشخیصی مطالعاتو د انجام  لپاره د عرضې او تقاضا اړخونو سروې ډیزاین او ترسره کولو،  د مالی خدماتو پراختیا ملی ستراتیژی د تطبیق د پروسی نه د نظارت لپاره  یو جامع ډیټابیس جوړولو دنده پرغاړه لری.

  1. د مالي سکتور د بیخبنسټونو برخه 

دا برخه د مالی سکتور د بیخبنسټونو چی پکی د اداینی، معلوماتو او حقوقی بیخبنسټونه شامل دی، د مطالعی او ددی د پیاوړتیا او پراختیا لپاره اړونده آمریتونو سره په همغږئ د تخنیکی سپارښتنو واړندی کولو دنده پرغاړه لری.

  1. مالی خدماتو د پیرودونکو د حقوقو د خونديتوب برخه

د پیرودونکو د حقوقو د خوندیتوب لپاره د تشخیصی مطالعاتو د ترسره کولو، د مناسبو مالی محصولاتو د ډيزاین او لیږد څارنه، د اداینی د توان نه زیاتو پورونو ورکولو مخنیوی، مالی خدماتو په وړندی کولو کی شفافیت، د پیرودونکو سره مناسب اود درناوي چلند، د پیرودونکو د معلوماتو محرمیت او د هغوی د  شکایتونو ته د رسیدو لپاره مناسب میکانیزم جوړول ددی برخی له دندو څخه دی.

  1. د اړیکو او عامه پوهاوۍ برخه

د اړیکو ټینګولو او عامه پوهای لپاره د یوکاری چوکاټ رامنځ ته کول، مالی معلوماتو د لیږد لپاره د اړونده وسایلو تشخیص، مریوطه ادارو سره د مالی خدماتو استعمالونکو ته د معلومات د لیړد لپاره همغږی رامنځ ته کول، د عامه پوهاوی د موجوده لارو چاور او د مالی زده کړو بیا کتنه او د نړیوالو معیارونو سره یی پرتله ددی برخی د عمده مسؤلیتونو څخه دی.