پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د ریاست د دفتر عمومی آمریت
دندې او مسئولیتونه:
د ریاست د دفتر عمومی آمریت، د افغانستان بانک د موخو او دندو په پلي کولو کې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي. دا آمریت د بانک له شریکانو سره د اړیکو له لارې، د افغانستان بانک سیاستونه او پالیسۍ لیږدوي او د بازار لوبغاړي له نوي اقتصادي پیښو او د پړسوب د نرخ، اقتصادي ودې او د مالي نظام د ټیکاو په اړه له وړاندوینو خبروي.
د سندونو طی مراحل او آرشیفول او د افغانستان بانک د کاري اړیکو سیستماتیزه کول همدا ډول د دې آمریت له دندو څخه شمېرل کیږي.
جوړښت:
د ریاست د دفتر عمومی آمریت د خپرونو، اړیکو او ژباړې او د سندونو او پروتوکول په برخو کې دوه معاونیتونه لري چې هر مدیریت یې د خپل لاس لاندې کارکوونکي رهبري کوي.
د اړیکو او خپرونو معاونیت
د افغانستان بانک د نشراتي او ارتباطي چارو اداره کول، له شریکانو سره د افغانستان بانک د عامه اړیکو لپاره طرح، پلان او پروګرام جوړول، د معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ د مرکزي بانک له عمومي سیاستونو څخه د خلکو خبرول، د بیو د ټیکاو او د یو ټینګ مالي سکتور د جوړولو په برخه کې د افغانستان بانک د مقررو، قوانینو او سیاستونو پوهاوۍ، له نورو ادارو سره د بانک د اړیکو ټینګول، د افغانستان بانک د تبلیغ، موخو، دندو او د بنسټیزو ارزښتونو لپاره د طرح، پلان او پروګرام جوړول، د افغانستان بانک د نشراتي او ارتباطي چارو د اړوندو مضامینو لیکل او ایډیټول د دې معاونیت له دندو څخه دي. د خپرونو، اړیکو او ژباړې درې مدیریتونه د دې معاونیت په اډانه کې کار کوي.
د اړیکو مدیریت
د اړیکو د برخې له کړنو او کارونو څخه څارنه، د بانک له شریکانو (حکومت، پارلمان، رسنۍ، خلک، خصوصي سکتور، اکاډمیکه ټولنه او ...) سره د دوامداره اړیکو ټینګول، د افغانستان بانک د لاسته راوړنو د خبرونو او اطلاعاتو لیږدول، د افغانستان بانک د داخلي او بهرني وبسایټونو د مطالبو او منځپانګې څارنه، د خلکو د نظرونو او د بانک ځانګړو مدیریتونو ته په اړونده اقتصادي، مالي او بانکي مسایلو کې د نیوکو رسول او د خلکو د نظرونو او د مرکزي بانک د سیاستونو، موخو، دندو او محوري ارزښتونو لیږدول د دې مدیریت دندې جوړوي.
د خپرونې مدیریت
د دې آمریت د خپرونو مدیریت د افغانستان بانک د خپرونو او خبر رسولو د یوازینۍ مرجع په توګه فعالیت کوي، دا مدیریت د بیلا بېلو خپریدونکو ابزارو لکه: میاشتنۍ مجله، کلنی راپور، انځوریزو رسالو او نورو خپریدونکو موادو له لارې د افغانستان بانک د فعالیتونو، سیاستونو، موخو، دندو او د افغانستان بانک د لاسته راوړنو د خپرولو مسئولیت په غاړه لري.
د ژباړې برخه
د ژباړې برخه له انګلیسي ژبې څخه رسمي ژبو (دري او پښتو) ته او د هغه برعکس د مطالبو او اړینو مواردو د ژباړلو، د ارتباطاتو او عامه اړیکو لپاره د افغانستان بانک د سندونو او د داسې نورو موادو د ژباړلو چې د افغانستان بانک د مهمو موخو او محوري دندو لپاره لازم او اړین دي، له انګلیسي ژبې څخه دري او پښتو او له دري څخه پښتو ژبې ته د خپرونو د برخې د اړوندو سندونو او مطالبو د ژباړلو او د قوانینو، مقررو، پالیسیو، پوښتنلیکونو او د افغانستان بانک د نورو شعبو د اړوندو سندونو او مکتوبونو د ژباړلو مسئولیت په غاړه لري.
د سندونو او پروتوکول معاونیت
د بانک د سندونو او آرشیف د چارو د پر مخ بیولو څارنه، د افغانستان بانک شعبو لپاره د سندونو د وړاندې کولو د آسانتیاوو برابرول، د افغانستان بانک د شعبو د اجرأت ثبتول او له شریکانو سره د بانک د ټولو کورنیو او بهرنیو سندونو طی مراحل، د عامل پلاوي د تصویبونو د ثبت او صادرولو څارل او څېړل، د عامل پلاوي د حکمونو ثبتول، د افغانستان بانک د کارکوونکو او د نورو بانکونو د بهرنیو کارکوونکو د ویزو او پاسپورټونو طی مراحل، د نورو ادارو مکتوبونو او استعلامونو ته ځواب ورکول، د افغانستان بانک له شریکانو سره د دوامداره اړیکو ټینګول، نورو دولتي او خصوصي ادارو ته د افغانستان بانک د لیږل شویو مهمو سندونو څارل او څېړل د دې معاونیت دندې دي. د سندونو او پروتوکول د معاونیت په اډانه کې د سندونو او آرشیف او پروتوکول مدیریتونه فعالیت کوي.
د سندونو او آرشیف مدیریت دندې
د ریاست د دفتر عمومی آمریت د سندونو او آرشیف مدیریت د لیکنې، انسجام، څېړلو او د افغانستان بانک د ټولو سندونو د ساتلو او آرشیف د کانون او مرکز په توګه عمل کوي، دا مدیریت د سندونو د برخې د کارکوونکو د څارنې او لارښوونې، نورو دولتي ادارو ته د لیږدیدونکو مکتوبونو د جوړولو او ایډیټ، د افغانستان بانک د سندونو د ثبتولو، د صادرې او واردې له ټول بهیر څخه د څارنې، د افغانستان بانک د ټولو سندونو د آرشیف او خونديتوب، د عامل پلاوي د حکمونو د ثبتولو د څارنې او تعقیبولو، د اصلي حکم د خوندي ساتلو او د اجرأت په موخه اړوندو شعبو ته د هغه د یوې کاپي د لیږدولو، د پولي سیاست، مالي سکتور د راپورونو او د نورو مهمو او اړینو سندونو د آرشیفولو مسئولیت په غاړه لري.
د پروتوکول د برخې دندې
د ریاست د دفتر عمومی آمریت د پروتوکول برخه د عالي شورا غړو، عامل پلاوي او د افغانستان بانک نورو کارکوونکو ته د پاسپورټ، ویزې اخیستلو او په نورو تشریفاتي مسایلو کې د آسانتیاوو د برابرولو مسئولیت په غاړه لري. دا برخه د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د چارو له ادارې سره د افغانستان بانک اړیکه ټینګوي.