د افغانستان بانک موزیم د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې پرانېستل شو

کابل، ۱۳۹۳ د وږي ۸ – د افغانستان بانک موزیم چې په حقیقت کې په افغانستان کې د سکې او بانکنوټ د بهیر او د نورو هېوادونو د دولتي مشرانو او رهبرانو لخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ښاغلي حامد کرزي او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو ته د ورکړل شویو ډالیو چې دوي د وطندوستۍ د احساس او د هېواد ملي ګټو ته د ژمنتیا او د دولت شتمنیو ته د ډالیو د سپارلو په لړ کې دغه ارزښتناکه ډالۍ د ولس د شتمنيو ترڅنګ د ارزښتناکه اثارو په توګه، د افغانستان بانک ته سپارلي دي، په بر کې نیسي د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې د همدې بانک په مرکزي دفتر کې پرانېستل شو.
د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي نورالله دلاوري د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان بانک د موزیم د ارزښت په هکله داسې وویل چې د افغانستان بانک په موزیم کې د موجوده توکو ارزښت یوازې د هغه مادي ارزښت ته نه محدودیږي، بلکې د افغانستان بانک موزیم چې د ارزښتناکه او بډایه پولي تاریخ او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د لوړ پوړو چارواکو په ځانګړې توګه د هېواد د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د سرښندنو ښکارندوی دی چې دا ارزښتناکه ډالۍ یې د ملي شتمنیو په توګه دافغانستان بانک ته سپارلي دي.
ښاغلي نورالله دلاوري همدا ډول زیاته کړه، څرنګه چې د بانکنوټونو چاپ او خپرول او د مسکوکاتو ضربول د افغانستان بانک له مهمې دندې څخه دي لازمه وګڼل شوه څو په دې موزیم کې د هېواد د اقتصادي جریاناتو د بیلابیلو دورو د بېلګو په وړاندې کولو سره د سکې او بانکنوټ د بهیر څرنګوالی نندارې ته وړاندې شي.
د غونډې په دوام کې د هېواد د جمهوري ریاست د ملي امنیت سلاکار ښاغلي ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د دې موزیم په جوړولو کې د افغانستان بانک د رهبرۍ له هڅو او هاند څخه مننه وکړه او د دې موزیم جوړول یې د هېواد د اصیل کلتور ودې او پراختیا لپاره یو اغیزناکه ګام وباله.
باید یادونه وکړو چې د افغانستان بانک موزیم د افغانستان بانک د مشر تابه پلاوي، د ملي امنیت سلاکار، د سوداګرۍ او صنایع وزیر، د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو مرستیال، د ملي موزیم مرستیال او د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو په ګډون پرانیستل شو.