د افغانستان بانک؛ د طبیعي پیښو زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره بانکی حساب پرانیسته

کابل، ۱۳۹۳ د لیندۍ۹- د افغانستان بانک د طبیعي پیښو له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې لپاره د جواز لرونکو بانکونو د مالي همکاریو د تر لاسه کولو په موخه د افغانستان بانک د کنفرانسونو په تالار کې کنفرانس جوړ کړ.  

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي نورالله دلاوري چې په دې غونډه کې یې خبرې کولې وویل:"په غیر مترقبه موضوعاتو کې مرسته د هر یو دولتي او غیر دولتي ادارې ټولنیز مکلفیت او مسؤولیت دی، له همدې امله د افغانستان بانک مشر تابه پلاوی غواړي څو عجالتاً د هېواد جواز لرونکي بانکونه، په رضا کارانه ډول د خپلې کلنۍ خالصې ګټې یوه سلنه د طبیعي پیښو بانکی حساب ته واچوي. "

د غونډې په دوام کې ښاغلي دلاوري یادونه وکړه چې دا تصمیم د افغانستان بانک لخوا د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت او د هغو طبیعي پیښو له امله نیول شوی چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر سیمو کې واقع شوي ؤ.

د غونډې پای کې، د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې سرپرست ښاغلي دایم کاکړ، د سرې میاشتې د پلان رئیس ښاغلي محمد طیب یوسفزي او د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ټولنیز خوندیتوب رئیس ښاغلي نصیر احمد یوسفزي د افغانستان بانک له دې ګام څخه خوښي څرګنده کړه او دغه ګام یې د طبیعي پیښو له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ډېر اغیزناکه او ارزښتناکه وباله.