پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک لوی رئیس له دندې استعفاء ورکړه
کابل، د ۱۳۹۳ د لیندۍ ۲۴- د افغانستان بانک د لوی رئیس ښاغلي نورالله دلاوري د غوښتنلیک او د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د مقام د منظورۍ په بنسټ، د ښاغلي دلاوري استعفاء ومنل شوه.
ښاغلي نورالله دلاوري په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه د خپلو خبرو په ترڅ کې د بانکي نظام په وده کې د خپل او ورسره ټیم له کړنو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د بانکوالۍ د قوانینو په رڼا کې، په ټولیزه توګه د ادارې، پراختیا، د بانکي قوانینو او مقرراتو، د بانکي نظام د ودې، د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې درلودلي دي. په همدې ترتیب د افغانستان بانک د همدې مودې په ترڅ کې د معقولو پولي سیاستونو په پلي کولو سره هڅه کړې ده څو د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ په منل شوې کچه خوندي وساتي.
نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه چې اوس مهال د هېواد اسعاري زېرمې څه باندې اووه ملیارده ډالرو ته رسیږي، دا په داسې حال کې ده چې له نن څخه دولس کاله مخکې د هېواد اسعاري زېرمې هیڅ یا ډېرې کمې وې. ښاغلي دلاوري د هېواد د بانکي او مالي نظام په وده او غوړیدا کې د افغانستان بانک د مرستیالانو، آمرینو او کارکوونکو له زیار او هاند څخه چې د چارو د لا ښه والي لپاره یې ترسره کړي، یادونه وکړه او د هېواد د بانکي او مالي نظام د ودې او لاسته راوړنو لامل یې د دوي بې درېغه او نه ستومانه کیدونکي هلې ځلې په ګوته کړې.
ورپسې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي خان افضل هډه وال د خپلو خبرو په ترڅ کې د هېواد په مالي نظام کې د ښاغلي نورالله دلاوري له کړنو څخه په خورا درنښت یادونه وکړه او د دوی د خدمت په موده کې یې د افغانستان بانک د لاسته راوړنو په هکله وویل: " کله چې د افغانستان بانک مسؤولیت د ښاغلي دلاوري په غاړه شو، د هېواد د بانکي نظام پر وړاندې ډېرې ستونزې شتون درلودې، خو د دوی په غوره مدیریت او کاري غښتلتیا او د افغانستان بانک د ټولو کارکوونکو په ګډو هلو ځلو سره مو وکولای شو چې دا مسؤولیتونه په بریالي توګه ترسره کړو، د هېواد د بانکي نظام په عصري کولو مو کار پیل کړ چې اوس مهال په عصري بانکي سیستم سمبال او له نړۍ سره نښلول شوی دی؛ په همدې ترتیب د کابل بانک کړکیچ مو چې په حقیقت کې د بانکوالۍ او د هېواد بانکي نظام ته یې ستره ضربه ورکړې تر پوښښ لاندې راوسته چې تر اوسه پورې مو د دې بانک ډېری پورونه ترلاسه کړي دي."
په پای کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي الحاج عیسی خان طراب د افغانستان بانک د ټولو کارکوونکو په استازیتوب له ښاغلي دلاوري څخه مننه وکړه او د الله (ج) له درباره یې ورته په ژوند کې د لا زیاتو بریالیتوبونو غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د قانون له مخې د افغانستان بانک د لوی رئیس د نه شتون په صورت کې، لومړی مرستیال د افغانستان بانک سرپرست دی او د افغانستان بانک چارې به پر مخ وړي.