د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ته ورکړل شوې ډالۍ د افغانستان بانک ته وسپارل شوې

کابل - د 1395 کال د لیندۍ 24، د ملګري هېوادونو د مشرانو لخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر ښاغلي اشرف غنی ته ورکړل شوې پنځه ډوله ډالۍ نن د ښاغلي اشرف غني د ډالۍ سپارلو په لړ کې د افغانستان بانک ته وسپارل شوې.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د دغو ډالیو د ترلاسه کولو پرمهال وویل:" ولسمشر د خپل هېواد پالنې د احساس او د هېواد ملي ګټو ته د ژمنتیا له مخې دغه ارزښتناکه ډالۍ د افغانستان د ولس شتمني ګڼي او له همدې امله دغه ډالۍ یې د افغانستان بانک ته وسپارلې".

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو د ادارې د مالي لوی ریاست رئیس ښاغلي غلام علي فګار زاده چې د افغانستان بانک ته د ډالیو د سپارلو دندیې پرغاړه درلوده، وویل:"ورکړل شوې ډالۍ چې يو قاب نارینه رولکس ډوله درې کلی لرونکی  لاسي ساعت چې سرو او سپینو زریو رنګ لري،  يو قاب ښځینه رولکس ډوله یوه کلی لرونکی د سرو او سپینو زرو له رنګه جوړ لاسي ساعت، د سرو زرو په رنګ کې د Smaltoکمپني یو قلم، یو حلقه 33  دانې او خړ رنګ  لرونکې تسبیح د عربی د متحده اماراتو د صدر اعظم د مرستیال شیخ منصور بن زید آل نهیان د جمهوري ریاست  لخوا او یو قاب نارینه لاسې ساعت چې سپینه ابره، د سرو زرو چوکاټ او چرمې بند لري د ترکمنستان د جمهور رئیس لخوا رانغاړې. د دې غونډې  په پای کې د افغانستان  جمهور رئیس ته ورکړل شوې ډالۍ د استول شوي پلاوي له لوري د افغانستان بانک عمومي خزانې ته وسپارل شوې.