د افغانستان بانک د پولي سیاستونو د تطبیق او په بریالیتوب سره د هغه د اجراء په موخه مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ

کابل، ۱۳۹۵ د مرغومې ۱۱ـ د افغانستان بانک د روڼتیا د اصل د تامینولو او ملت ته د حساب ورکونې د رعایتولو په موخه د هېواد د پولي او اسعاري سیاستونو په برخه کې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

د دې کنفرانس په اوږدو کې د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د افغانستان بانک د مناسبو تدبیرونو او اقداماتو په پام کې نیولو سره توانیدلی دی چې د ۱۳۹۵ مالي کال په اوږدو کې د هېواد د پولي او اسعاري سیاستونو د تطبیق په برخه کې د دې بانک ټاکل شوې موخې په بریالیتوب سره تر لاسه کړي او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د ۱۳۹۵ مالي کال په اوږدو کې په اقتصاد باندې د حاکمه ناډاډمنه شرایطو د دوام، د اسعارو د ورود د کموالي او د سوداګرۍ بیلانس د دوامداره کسر له کبله له شته ننګونو سره د معقول پولي، اسعاري او د هېواد له شرایطو او بدلونونو سره سم د متناسب سیاست په اتخا‌ذولو سره د ۱۳۹۵ مالي کال په اوږدو کې د مبادلې د نرخ ټیکاو ساتلی او د هغه نوسانونه یې راکم کړي دي.

د افغانستان بانک د لوی رئیس د بیانیې بشپړ متن لاندې وړاندې کیږي.

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه، ویاړي چې ګرانو هېوادوالو سره د روڼتیا د اصل د تامینولو او ملت ته د حساب ورکونې د رعایتولو په موخه په ۱۳۹۵ مالي کال کې د هېواد د پولي سیاست د بریالي تطبیق په برخه کې خپلې ټولې مهمې لاسته راوړنې شریکې کړي.

۱. د افغانستان بانک توانیدلی دی چې د مناسبو تدبیرونو او اقداماتو په پام کې نیولو سره په ۱۳۹۵ مالي کال کې د هېواد د پولي او اسعاري سیاست د تطبیق په برخه کې د دې بانک ټاکل شوې موخې په بریالیتوب سره تر لاسه کړي.

۲. د افغانستان بانک په پولي او بانکي برخه کې د دې ادارې ټولې ژمنې د افغانستان بانک او د پیسو د نړیوال صندوق ترمنځ په ګډ  اقتصادي پروګرام کې په بریالیتوب سره بشپړې کړي دي. په روان مالي کال کې د پولي زېرمو د ودې کچه د پولي سیاست د عملیاتي هدف په توګه ۱۰ سلنه ټاکل شوې ده. له نېکه مرغه د افغانستان بانک د دولت له زیاتو لګښتونو سره وکولای شول چې د کال په پای کې د پولي زېرمو د ودې کچه له ټاکل شوې کچې ټیټه وساتي.

۳. په داسې حال کې چې په ۱۳۹۵ مالي کال کې د نړۍ د ډېرو اقتصادونو ملي پیسو شدیده نوسانونه او خراب وضعیت درلوده او د ډېری عمده پیسو په ارزښت کې د پام وړ نوسانونو ترسترګو کیدل، د افغانستان بانک د ۱۳۹۵ مالي کال په اوږدو کې په اقتصاد باندې د حاکمه ناډاډمنه شرایطو د دوام، د اسعارو د ورود د کموالي او د سوداګرۍ بیلانس د دوامداره کسر له کبله له شته ننګونو سره سره وکولای شو چې د معقول پولي، اسعاري او د هېواد له شرایطو او بدلونونو سره سم د متناسب سیاست په اتخا‌ذولو سره د مبادلې د نرخ ثبات وساتي او د هغه د نوسانونو کچه راکمه کړي. د تیر مالي کال په اوږدو کې د افغانۍ ارزښت د  امریکايي ډالرو پر وړاندې۲.۳ سلنه، د یورو پر وړاندې ۵.۵ سلنه او د استرلنګ پونډ پر وړاندې ۲۱.۷۳ سلنه زیاتوالی موندلی دی.

۴. د بهرنیو زېرمو په برخه کې د ۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو راټولول د ټاکل شوې هدف ترلاسه کول ؤ. له نیکه مرغه د افغانستان بانک وکولای شو چې د سیالیت د ټیکاو او له اقتصاد څخه د زیاتې نقدینه ګۍ د راټولیدو ترمنځ د معقول انډول په رامنځ ته کولو سره د تیر کال په پرتله د امریکايي ډالرو د کلني لیلام کچه له ۲۴ سلنه ټیټوالي سره، د افغانستان پر اسعاري زېرمو ۳۵۰ میلیونه امریکايي ډالره ورزیات کړي. حال دا چې په ۱۳۹۴ مالي کال کې دې ادارې ناچاره ۲۵۰ میلیونه امریکايي ډالره انقباض په خپلو اسعاري زېرمو کې زغملی ؤ.

۵. د افغانستان بانک په تیر مالي کال کې د مرکزي بانک د بیه لرونکو پاڼو په اغیزناکه کارونې سره وکولای شو چې په نسبي ډول د بهرنیو اسعارو په لیلام باندې فشار راکم کړي او د ۱۳۹۵ مالي کال په پای کې د دې بانک پاتې بیه لرونکې پاڼې ۴۳ میلیارده افغانۍ ته ورسوي.

۶. د افغانستان بانک د پیسو د عرضې د حجم د تنظیمولو په پام کې نیولو سره د اقتصادي ودې د کچې او د انفلاسیون نرخ د تحمل وړ او نه اخلالوونکي کچې په تناسب سره د هېوادوالو د پیریدلو د ځواک د کمزوره کیدو مخه نیولې او په هغوي باندې یې انفلاسیوني مالیات تحمیل کړي دي. د تیر مالي کال په پیل کې د پړسوب نرخ مثبتې ساحې ته راګرځیدلی او د کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې لوړیدونکي بهیر درلودلی دی. په همدې ترتیب د مالي کال په پای کې د بیې د ودې کچه کمزوره شوې ده. څرنګه چې د انفلاسیون د کلنی ودې د نرخ وروستۍ شمېره د لیندۍ په میاشت کې شاوخوا ۴.۶ سلنه ثبت شوې ده.

۷. د افغانستان بانک د دې لاسته راوړنو ترڅنګ د قانوني او مقرراتي اډانې د پرمختیا او د مالي او بانکي نظام د خوندیتوب، ټیکاو او ټینګښت، د ورکړې د نظام د ښه والي او پراختیا، د هېواد د اسعاري زېرمو د تنظیم او مناسب مدیریت په برخه کې مناسب او مقتضي اقدامات او تدبیرونه تر لاس لاندې نیولي دي. په ځانګړې توګه د افغانستان بانک د هېواد د مالي سکتور د مقرراتي او قانوني اډانې د پرمختیا په موخه څو مقررې تدوین، تصویب او بیا کتلي دي چې له دې ډلې کولای شو لاندې مقررو ته اشاره وکړو: د ښې ادارې مقرره (Corporate Governance)، د شتمنیو د ډله بندۍ او د خسارې د جبران د تخصیص مقرره، د اړوندو اشخاصو مقرره، د وړ او مناسبو اشخاصو مقرره، د الکترونیکي پیسو د ادارو مقرره، د پیسو د وینځلو او د تروریزم د تمویل پر وړاندې د مبارزې د قانون له مخې د مخنیوۍ کوونکي اقداماتو مقرره، د ورکړې د خدمتونو د مجریانو مقرره، د مالي اجارې مقرره او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د فعالیتونو د تنظیم مقرره.

۸. د ۱۳۹۶ مالي کال لپاره د افغانستان بانک تر یوه حده پورې ژمن دی چې د معقولو او متناسبو پالیسیو په پام کې نیولو سره د هېواد د اقتصادي ودې د ټیکاو او ښه والي لپاره د مناسبه پولي چاپیریال د رامنځ ته کولو په برخه کې اغیزناکه او زیاته ونډه واخلي.