د افغانستان بانک لومړی مرستیال وپیژندل شو

کابل، ۱۳۹۵ د مرغومې ۱۸ ـ ښاغلی واحدالله نوشیر د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په توګه وپیژندل شو.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق د دې غونډې د پرانیستونکي وینا پر مهال وویل چې د افغانستان بانک مشر تابه پلاوی د هغې ژمنې پر بنسټ چې د وړ اشخاصو د ګمارنې په برخه کې یې لري، ښاغلی واحدالله نوشیر چې یو نوښتګر، وړ، متخصص او له بهرنیو پیژندل شویو پوهنتونونو څخه د لوړو زده کړو د درلودلو ترڅنګ په بانکي مالي او اقتصادي برخو کې د کافي تجربو لرونکی ځوان دی، د افغانستان بانک د لومړي مرسیتال په توګه د افغانستان اسلامي جمهوریت د ریاست مقام ته وړاندیز کړ چې د جلالتمآب جمهور رئیس لخوا تائید شو.

ښاغلي خلیل صدیق زیاته کړه چې د لومړي مرستیال په توګه د ښاغلي واحدالله نوشیر په ګمارلو سره د افغانستان بانک عامل پلاوی بشپړ او ژمن دی څو د هر ډول مالي فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي او د اسلامي بانکوالۍ رعایتولو ته لومړیتوب ورکړي.

د افغانستان بانک لوی رئیس د بیو ټیکاو او په افغانستان کې د یو ټینګ مالي نظام جوړول د افغانستان بانک اصلي موخې وګڼلې او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان بانک د عامل پلاوي او نورو کارکوونکو په همکارۍ به  د دې دواړو اصلونو د لا ټنګښت په برخه کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وکړي.

ورپسې، د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر د جمهوري ریاست د مقام او د افغانستان بانک د مشر تابه له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل چې د هېواد مالي او بانکي نظام د تیرو پنځلسو کلونو په اوږدو کې سترې لاسته راوړنې درلودلي دي. ښاغلي نوشیر مرکزي بانک د هېواد د اقتصاد د ملا تیر وباله او ژمنه یې وکړه چې د بیو ټیکاو او د افغانۍ د ارزښت ساتلو لپاره به د اغیزناکه پولي سیاستونو د طرحې او تطبیق په برخه کې بې دریغه هلې ځلې کوي.

د افغانستان بانک لومړی مرستیال په ځانګړې توګه د خلکو د راکدې پانګې جذبول او په ګټورو اقتصادي پروژو کې د هغه په کار اچول، په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ دودول مهم وباله او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې به کټلي ګامونه پورته کوي.

وروسته د ملي شورا د مشرانو د جرګې رئیس ښاغلي فضل هادي مسلمیار د بانکي نظام د لاسته راوړنو په یادولو سره وویل د افغانستان بانک توانیدلی دی چې د افغانۍ نرخ د ټیکاو او په ټولیزه توګه د هېواد د پولي سیاستونو په تطبیق کې په بریالیتوب سره عمل وکړي. هغه د مالي فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان بانک د لوی رئیس د پریکړو په ستایلو سره وویل "هیله مند یم چې د افغانستان بانک ژمن مشر تابه پلاوی د نورو کارکوونکو په ګډې همکارۍ سره د هېواد د بانکي نظام په لا وده کې ډېری بریالیتوبونه ترلاسه کړي".

په پای کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ښاغلي نصیر احمد دراني، ځوانان د هېواد ژمن او راتلونکی قشر وباله او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال په توګه د ښاغلي واحدالله نوشیر ګمارنه، د افغانستان بانک د لوی رئیس د وړ ټاکنې بیلګه ده او په همدې موخه یې د افغانستان بانک لوی رئیس ته مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د افغانستان بانک د ځوان او استعداد لرونکو کدرونو په ګمارنې سره ډېرې لاسته راوړنې ولري.