د زړو بانکنوټونو د سوځیدو د پروسې د دوو تنو غړو د شهادت په موخه د افغانستان بانک د مشر تابه پلاوي د تسلیت پیغام

مرحوم باز محمد جوزجاني په ولسي جرګه کې د خلکو استازی او مرحوم سراج الدین سفري په مشرانو جرګه کې د خلکو استازی چې دواړه په کندهار ولایت کې د زړو بانکنوټونو د سوځیدو د پروسې لپاره د ملي شورا لخوا پیژندل شوي ؤ، په ډېرې امانتدارۍ، روڼتیا او ریښتینولۍ سره یې د دې پروسې د پای ته رسیدو وروسته یې د ۱۳۹۵ کال د مرغومې په ۲۱ نېټه د کندهار له والي سره د لیدنې پر مهال د شهادت دروند مقام ترلاسه کړ، روح دې ښاد او یاد دې تل ژوندۍ وي.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی او کارکوونکي د ملي شورا دوو تنو غړو او د دې پیښې نورو شهیدانو ته د فردوس جنت، درنې کورنۍ ته یې د جمیل صبر او همدا ډول زخمیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوي او د هېواد او خلکو د سوکالۍ او غوړیدا په برخه کې د دوي ریښتینی کار ستايي او په د افغانستان بانک کې د دوي د کار پر مهال به د دوي یاد او نیکې خاطرې هیرې نه کړي.

 

انا لله و انا الیه راجعون