په لویدیځ زون کې د بانکي سیستم د زیان پیژندنې علمي ـ څېړنیز کنفرانس په لاره واچول شو

کابل، ۱۳۹۵ د مرغومې ۲۸ ـ د بانکي سیستم د زیان پیژندنې کنفرانس د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په ګډون د لویدیځ سیمه ایز زون د دفتر لخوا د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د استاذانو په همکارۍ په لاره واچول شو.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د دې غونډې د پرانیستنې پر مهال وویل چې د دې کنفرانس موخه د کریډټ د خطرونو په اړه د څېړنو د پایلو وړاندې کول او یا د بانکي اعتبارونو په اړه د خطر بررسي، د پیسو وینځلو خطر هغه خطرونه چې کولای شي پیسو وینځونکي بانکي نظام ته متوجې کړي او د بانکي نظام د مشتریانو پر اعتماد باندې اغیز لرونکي عوامل رانغاړي.

همدا ډول ښاغلي محمد قسیم رحیمي هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د هرات له والي سره ولیدل او د دولت د حسابونو په تحویلۍ کې یې د خلکو پر ستونزو باندې چې اوس مهال په څو محدودو بانکونو کې ترسره کیږي، خبرې وکړې.

په ورته وخت کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په لویدیځ زون کې د بانکونو د نمایندګیو له مدیرانو سره وکتل او له هغوي وغوښتل چې د قوانینو او بانکي مقررو په ځانګړې توګه د پیسو د وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې د قانون په پام کې نیولو سره د زړو بانکنوټونو د اخیستلو او خلکو ته د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو کې د اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې سفر کې له ښاغلي محمد قسیم رحیمي سره د افغانستان د معاملو او مالي راپورونو د څېړنې د مرکز لوی آمر ښاغلي نثار احمد یوسفزي او د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت مرستیال او سرپرست ښاغلي سلیم صلاح ملتیا کوله.