په د افغانستان بانک کې د وړتیا اصل رعایت کیږي

کابل، ۱۳۹۵ د سلواغې ۳ ـ د افغانستان بانک مشر تابه پلاوي د وړ اشخاصو په ټاکنه کې د ژمنتیا د اصل په رعایتولو او د کاري تجربې او شالید په پام کې نیولو سره ښاغلي سلیم صلاح د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د لوی آمر په توګه او ښاغلی بشرمل پسرلۍ د بشري منابع د لوی آمر په توګه وټاکل او د دې ادارو کارکوونکو ته یې ور وپیژندل.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر او د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي د دوي د پیژندنې پر مهال د هر یو له کاري شالید څخه د خوښۍ څرګندونه وکړه او د بانک د نهايي موخو د ترلاسه کولو په برخه کې د ښاغلي سلیم صلاح او ښاغلي بشرمل پسرلي د پر له پسې هڅو د ستایلو تر څنګ له دوي وغوښتل څو د ګټورو پروګرامونو په طرحه کولو سره د اړوندو ادارو د لا ښه والي لامل شي.

په پای کې ښاغلي سلیم صلاح او ښاغلي بشرمل پسرلي په دوي باندې د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د خپلو ټولو کارکوونکو په ګډې همکارۍ سره به هیڅ ډول هڅې او کوښښونه ونه سپموي او د ادارې د لا ښه والي په برخه کې به نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي سلیم صلاح له دې مخکې د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت د مرستیال په توګه دنده درلوده او ښاغلي بشرمل پسرلي د افغانستان بانک د مالي سکتور د ټینګښت د پروژو د لوی آمر په توګه دنده ترسره کوله.