د افغانستان بانک عالي شورا، د افغانستان بانک او د هېواد د بانکي نظام وضعیت او کړنې تر بحث لاندې ونیولې

د افغانستان بانک عالي شورا د روان کال د مرغومې په ۲۵ او ۲۶ نېټه خپله نوبتي غونډه د افغانستان بانک د عالي شورا د رئیس ښاغلي خلیل صدیق په مشرۍ د عالي شورا د نورو غړو په ګډون جوړه کړه.

د افغانستان بانک عالي شورا له اجنډا سره سم د تیرو دریو میاشتو په اوږدو کې په څارنیزه، پولي سیاست، حقوقي اډانې، مالي نظام د ټیکاو او ټینګښت، مدیریتي چارو او داسې نورو اړوندو برخو کې د افغانستان بانک د کړنو او لاسته راوړنو راپورونه تر بحث او ارزونې لاندې ونیول چې په پورته غونډو کې تر ټولو مهمې موضوعګانې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

  • په پیل کې د ۱۳۹۵ مالي کال په اوږدو کې د هېواد اقتصادي وضعیت او اقتصادي وده، د بدلونونو لاملونه، د پړسوب د نرخ وضعیت، د اداینو بیلانس، د اقتصادي کمي شاخصونو لکه؛ د عوایدو راټولول، اسعاري او پولي زېرمې، د اسعارو د لیلام د کچې او د دولت د مالي وضعیت (عواید او لګښتونو) پولي بدلونونه، د اسعارو پر وړاندې د افغانۍ د مبادلې نرخ او د بانکي سکتور د وضعیت په اړه د ژمنو تطبیق تر بحث او څېړنې لاندې ونیول شو .
  • عالي شورا د افغانستان بانک د پرمختیايي او عملیاتي پروګرامونو د تطبیق په موخه د افغانستان بانک د ۱۳۹۶ مالی کال بودجه تائید او د هغه متن یې منظور کړ.
  • د افغانستان بانک عالي شورا د ۱۳۹۵ مالي کال په اوږدو کې د پولي سیاست راپورونه تائید او د ۱۳۹۶ مالي کال لپاره یې د پولي سیاست پلانونه منظور کړل. د همدې غونډې په اوږدو کې یې د افغانستان بانک د څلور کلن ستراتیژیک پلان ( ۱۳۹۶ ـ ۱۳۹۹ ) طرحه په هغه کې د درج شویو معلوماتو په پام کې نیولو سره منظور او د هغه د تطبیق په برخه کې یې لازمې لاښوونې صادر کړې.
  • د افغانستان بانک عالي شورا د اسعارو د لیلام د داوطلبۍ د بهیر د اتوماتولو په پام کې نیولو سره د اسعارو د لیلام په مقرره کې د وړاندیز شويو تعدیلاتو راوستل تائید کړ.
  • د افغانستان بانک عالي شورا د افغانستان بانک د قانون په تعدیلاتو کې د وارد شوي سمونونو په اړه د توضیحاتو له اوریدو وروسته د هغه متن تائید او د یادې مسودې د راتلونکو طی مراحلو په برخه کې یې لازمه لارښوونې صادرې کړې.
  • د افغانستان بانک عالي شورا د پیسو د لیږد د بریښنايي سیستم د مقررې د طرحې او تعدیلولو، د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د مقررې، د غیر فعاله حسابونو د کړنلارې او د معلوماتو د ساتنې او مدیریت د پالیسۍ په برخه کې د افغانستان بانک د هڅو ستاینه وکړه او د موضوع په تړاو یې وړاندیز شوې طرحې منظور کړې.
  • د افغانستان بانک عالي شورا په ۱۳۹۵ مالي کال کې د بانکي نظام د وضعیت او کړنو او د بانکونو او مالي مؤسسو د هر اړخیزې او اختصاصي څارنې په اړه د افغانستان بانک راپورونه واوریدل او همدا ډول د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت وړاندیز شوی اصلاحي پروګرام او ستراتیژي یې تائید کړه او په دې برخه کې یې لازمې لارښوونې وکړې.
  • د افغانستان بانک عالي شورا په هېواد کې د مالي خدمتونو د پراختیا او لاسرسۍ د وضعیت راپور تر ارزونې لاندې ونیوه او د مالي خدمتونو د لاسرسۍ د پراختیا د ارزښت په پام کې نیولو سره یې د اړوندې شعبې تشکیل او د دندو لایحه منظور او په اړه یې لارښوونې صادر کړې.
  • د افغانستان بانک عالي شورا له اجنډا سره سم په غونډه کې طرحه شوې نورې متفرقه موضوعګانې هم وڅېړلې او په دې اړه یې لازمې لارښوونې صادر کړې.