د افغانستان په پراختیا کې د پانګونې لپاره د مالي لاسرسۍ پروژه (FAIDA) په رسمي توګه پای ته ورسېده

کابل، ۱۳۹۵ کال د سلواغې ۳ – د افغانستان په پراختیا کې د پانګونې لپاره د مالي لاسرسۍ پروژه چې شپږ کاله مخکې په ټولیزه توګه د ۱۱۳.۵ میلیونه امریکايي ډالرو بودجې سره پیل شوې وه، په کابل کې د امریکې د متحدو ایالتونو په سفارت کې د یوې غونډې له لارې چې په کې د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق، د افغانستان بانک لومړی مرستیال ښاغلی واحدالله نوشیر، د افغانستان بانک دوېم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت یو شمېر وزیرانو، مرستیالانو او جګپوړو چارواکو، د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) رئیس ښاغلي هربرت اسمیټ، د نړیوالو ادارو او د افغانستان د مالي ادارو استازو، د افغانستان د بانکونو ټولنې رئیس، د بیمې او مخابراتي شرکتونو استازو، د FAIDA پروژې ذینفعو شریکانو او د پروژې نورو کارکوونکو ګډون کړی و، په رسمي توګه پای ته ورسېده.

دا غونډه د افغانستان په پراختیا کې د پانګونې لپاره د مالي لاسرسي پروژې د رئیس ښاغلي جوسف دانیل موني لخوا د دې پروژې د اهمیت، لاسته راوړنو او نورو کړنو د اهمیت په اړه وینا سره پيل شوه.

د افغانستان بانک لوی رئیس ښاغلي خلیل صدیق هم په دې غونډه کې د افغانستان په پراختیا کې د پانګونې لپاره د مالي لاسرسۍ پروژې د مهمو همکاریو د یادولو ترڅنګ زیاته کړه چې د FAIDA پروژه په تېرو شپږو کلونو کې تل بریالۍ وه او په مالي او بانکي ډګر کې یې ښې لاسته راوړنې درلودلي دي. د افغانستان بانک لوی رئیس وویل چې "په بانکي سکتور کې د پام وړ لاسته راوړنو سره سره لاهم اړتیا شته چې د دې نظام د لا ښه والي لپاره هڅې وشي چې په دې برخه کې زمونږ نړیوال همکاران لکه د متحدو ایالتونو نړیواله پراختیايي اداره او نورې ادارې کولای شي ارزښتناکه او ګټوره رول ولوبوي".

په دې غونډه کې د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې د تړونونو څانګې استازي ښاغلي عبدالله ساویز، د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې مرستیال آغلې کاترین ډیویس استیفن، د متحدو ایالتونو د نړیوالې پراختیايي ادارې د اقتصادي برخې مرستیال ښاغلی جورګو کاسترو هم په خپل وار د افغانستان د پراختیا په تېره بیا د هېواد د مالي سکتور د پراختیا په برخه کې د یادې پروژې د اهمیت او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې.