د افغانستان بانک خبرتیا!

د افغانستان بانک ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکوي چې د افغانستان بانک قانون د ۳۹ مادې سره سم، هغه بانکنوټونه چې:

•  د بانکنوټ پر مخ څه لیکل او نقاشي شوی وي

 پرې مهر لګیدلی یا تسلسلی سوري ولري

  د بانکنوټ پر مخ چسپناکه مواد لګیدلی وي (د اسکاشتیپ پرته)

  بانکنوټ وینځل شوی وي او یا د تیزاب او نورو کیمیاوی مواد له امله خراب شوې وي

د افغانستان بانک اود سوداګریزو بانکونو په ټولو نمایندګیوکې پرته له هیڅ ډول فیس څخه په استفادې وړ بانکنوټونو بدل کړي.

د افغانستان بانک د ۱۳۹۵ کال د حوت ۳۰ څخه وروسته د پورتني مشخصاتو درلودونکي بانکنوټونه له معاوضی پرته مصادره کوي 

افغانۍ؛ زمونږ د ویاړ، ځواک او هویت نښه ده!