د کارکوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړول، د کار په ساحه کې اغیزمنتیا زیاتوي

کابل، ۱۳۹۵ د سلواغې ۱۶ ـ د افغانستان بانک د لومړي مرسیتال ښاغلي واحد الله نوشیر تر مشرۍ لاندې د افغانستان بانک د کارکوونکو د مسلکې کچې او د ظرفیت لوړولو په موخه د نړیوالو پرمختګونو په پام کې نیولو سره د روزنیزو پروګرامونو د برابرولو په اړه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو شعبو آمرینو ګډون کړی ؤ او د افغانستان بانک د کارکوونکو د مسلکي کچې د لوړولو په اړه په کې بحث او نظرونه تبادله شول.

په پیل کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر، د کارکوونکو د ظرفیت لوړول د ادارې د کاري چارو په ښه والي کې یو مهم کار وګاڼه او زیاته یې کړه چې په مالي او بانکي برخو کې د کاري سیستمونو او تکنالوژیو د ودې پر لور بهیر په پام کې نیولو سره له دې بدلونونو او تحولاتو سره بلدتیا له مهمو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي د علم، پوهې او نویو مهارتونو د ترلاسه کولو په موخه د اړوندو ادارو کارکوونکو لپاره د زمینې برابرول په کاري ساحه کې د اغیزناکۍ لامل کیږي.

ښاغلي نوشیر همدا ډول زیاته کړه چې د افغانستان بانک د خپلو کارکوونکو د کاري ظرفیت د لوړولو لپاره هیڅ ډول هڅې او کوښښونه نه سپموي او دوي ته د هېواد دننه او بهر لنډ مهاله او اوږدو مهاله روزنیزې زمینې برابروي. د دې اصل په پام کې نیولو سره ټولو آمریتونو ته لارښوونه وشوه چې خپل د اړتیا وړ روزنیز پروګرامونه د بشري منابع لوی آمریت ته وسپاري څو د کارکوونکو لپاره د لازمه اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې دقیقه او عملي پروګرام جوړونه وشي.