د افغانۍ د دودولو د کړنلارې د نهايي کیدو په اړه غونډه جوړه شوه

د مخکنیو غونډو په لړ کې چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کابینې د ۳۸ ګڼې  ۱۳۹۴/۱۱/۱۱ نېټې مصوبې له ۲۴ فقرې سره سم د افغانۍ د دودیدو د کړنلارې د څېړنې او پلي کولو په اړه جوړې شوې وې، دا ځل د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر تر مشرۍ لاندې د دې کړنلارۍ د نهايي کیدو په موخه د ۱۳۹۵ کال د سلواغې په ۱۹ نېټه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مالیې، سوداګرۍ او صنایع، اقتصاد، د کرنې او اوبو لګولو د وزارتونو ګمارل شويو استازو هم ګډون درلوده.

باید یادونه وشي چې د افغانۍ د دودولو د کړنلارې مسوده مخکې د افغانستان بانک د پولي سیاست د لوی آمریت لخوا جوړه شوې وه چې په دې غونډه کې پرې بحث او نظرونه تبادله شول او نهايي شوه.