پیردل | پلورل | |
---|---|---|
امريکايي ډالر | 76.8688 | 76.6688 |
يورو | 86.4706 | 85.8706 |
انګليسى پونډ | 99.7766 | 98.9766 |
- زمونږ په اړه
- لیدلوری او ماموریت
- موخې
- اصلي دندې
- د افغانستان بانک بنسټیز او محوري ارزښتونه
- عالي شورا
- عامل پلاوی
- آمریتونه
- د ریاست د دفتر عمومی آمریت
- د پولي سیاست لوی آمریت
- د مالي چارو د څارنې لوی آمریت
- د بازار عملیات لوی آمریت
- د ټولو ناظر اداره
- د مالي شخړو د حل کمېسیون پیژندنه
- د مالي استخباراتو اداره
- د افغان امانتونو د بیمې اداره
- د عامه اعتباراتو د ثبت اداره
- د مالي او محاسبې لوی آمریت
- د معلوماتي تکنالوژۍ لوی آمریت
- د بشري منابع لوی آمریت
- د حقوقي مشاوریت اداره
- د بانکي عملیاتو لوی آمریت
- د تادیاتو لوی آمریت
- د نړیوال بانک د تمویلي پروژو لوی آمریت
- د خدماتو لوی مدیریت
- د مالی خدماتو د پراختیا لوی آمریت
- د تدارکاتو آمریت
- د مالي خطرونو آمریت
- زون / نمایندګی
- پولي سیاست
- مالي څارنه
- قوانین او مقررې
- رسنیز مرکز
- مالی صورت حساب
- تدارکات او استخدام
د افغانستان بانک د زړو او نامناسبو بانکنوټونو ترمنځ د توپیر کولو په اړه خبري کنفرانس جوړ کړ
کابل، د ۱۳۹۵ کال د سلواغې ۲۵ – د افغانستان بانک د نامناسبو او زړو پیسو ترمنځ چې د ۱۳۹۶ کال د وري له لومړي نیټې وروسته د معاوضې وړ نه دي، د توپیر کولو په اړه خبري کنفرانس جوړ کړ.
په دې کنفرانس کې د خبرو پرمهال د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي وویل، څنګه چې تاسې خبر یاست د افغانستان بانک د تېرو دوو اوونیو راپدېخوا د خبرتیاوو په خپرولو سره د ګرانو هېوادوالو څخه غوښتنه کوي چې هغه نامناسبه پیسې چې پر مخ یې څه لیکل شوی یا نقاشي شوی وي، پرې مهر لګیدلی وي یا تسلسلي سوري ولري، پر مخ یې چسپناکه مواد کارول شوي وي (د سکاشتیپ پرته)، هغه بانکنوټونه چې وینځل شوي وي یا هم د تیزابو یا نورو کیمیاوي موادو د توېدو له امله خراب شوی وي، د افغانستان بانک په ټولو نمایندګیو او سودګریزو بانکونو کې د هیڅ ډول فیس د اداینې پرته په نویو بانکنوټونه یې بدل کړي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې ټاکل شوی وخت یوازې د نامناسبو پیسو لپاره دی او ګران هېوادوال دې پر دې پوه شي چې د افغانستان بانک هغه بانکنوټونه چې د زیاتې کارونې او راکړې ورکړې له کبله زاړه شوي وي، هر وخت راټولوي او بدلوي. ښاغلي رحیمي سوداګریز بانکونه او ټولې صرافۍ بیا ځلي دې موضوع ته متوجه کړل او ترې وغوښتل چې په دې برخه کې د هېوادوالو د ستونزو د حلولو لپاره ډېر پام وکړي.
د یادولو وړ ده چې د دې کنفرانس په څنډه کې د سوداګریزو بانکونو او د شهزاده سرای استازو د زړو بانکنوټونو د منلو په برخه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریکې کړې چې په دې اړه د افغانستان بانک د دویم مرستیال لخوا د هرې اړخیزې همکارۍ ژمنه وشوه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي سربېره د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې رییس او غړو، د سوداګریزو بانکونو استازو، د هېواد د ډله ییزو رسنیو استازو او د افغانستان بانک د یو شمېر ډیپارټمنټونو آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی وو.