د نامناسبو پیسو د راټولولو په اړه د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي غونډه

کابل، ۱۳۹۵ د سلواغې ۲۷ـ د افغانستان بانک مشر تابه پلاوي له زړو پیسو څخه د نامناسبو پیسو د تفکیک او د نامناسبو پیسو د راټولولو د مودې د غځولو په موخه اختصاصي غونډه جوړه کړه.

ښاغلي محمد قسیم رحیمي چې د دې غونډې په اوږدو کې یې خبرې کولې وویل چې د افغانستان بانک له دوو اونیو راهیسې د خبرتیاوو په خپرولو سره له ګرانو هېوادوالو غوښتي دي څو خپل هغه بانکنوټونه چې پر مخ یې لیکل او نقاشي شوي وي، مهر یا پر له پسې سوری شوی وي، وینځل شوی او یا د تیزاب او نورو کیمیاوي موادو له امله خراب شوی وي او پر مخ یې سریخناکه مواد کارول شوي وي (له سکاشټیپ پرته) د افغانستان بانک او د سوداګریزو بانکونو په ټولو نمایندګیو کې له کوم فیس پرته د کارونې وړ بانکنوټونو باندې بدل کړي.

ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د ګرانو هېوادوالو له غوښتنو سره سم، د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي پریکړه وکړه څو هېوادوالو ته د لا اسانتیاوو د برابرولو په موخه د نامناسبو بانکنوټونو د اخیستلو لړۍ د ۱۳۹۶ کال د مرغومې د میاشتې تر پای پورې وغځوي.

ښاغلي رحیمي همدا ډول زیاته کړه هغه بانکنوټونه چې په ورځنیو راکړو او ورکړو کې د زیاتې کارونې له امله زاړه، سکاشټیپ او یا یې پر مخ نازکه کرښې پیدا شوي وي له موده ایز محدودیت پرته هر وخت راټول او له کوم فیس یا کمیشن پرته معاوضه کیږي، سوداګریز بانکونه او صرافۍ اړ دي څو په دې برخه کې د هېوادوالو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.