د افغانستان بانک د زونونو د آمریتونو د کړنو او ننګونو د کتلو په موخه غونډه جوړه شوه

د ۱۳۹۵ کال د کب ۱۷ د افغانستان بانک د دوېم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي په مشرۍ د افغانستان بانک د اووه ګونو زونونو د آمریتونو د کړنو او د شته ننګونو د کتلو، د وړاندیزونو د طرحې او د دې ترڅنګ په یادو زونونو کې د شته ننګونو د له منځه وړلو په موخه د حل لارو د موندلو په اړه غونډه جوړه شوه.

لومړی ښاغلي محمد قسیم رحیمي د بانکي نظام د تېرو کلونو لاسته راوړنو او د بانکي خدمتونو په برخه کې خلکو ته د آسانتیاوو د برابرولو په موخه د پرمختللو سیستمونو د عیارولو په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل چې د هېواد په هره ګوټ کې خلکو ته د لا ښو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د افغانستان بانک عامل پلاوی ژمن دی چې د افغانستان بانک د زونونو د آمرینو سره د ننګونو او حل لارو په اړه هر شپږ میاشتې وروسته غونډه جوړه کړي.

د افغانستان بانک دوېم مرستیال ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړول، د تکنالوژۍ د پرمختګ سره سم د بانکي سیستمونو عیارول، د آزاده سیالۍ له لارې د وړو اشخاصو ټاکل او د کارکوونکو لپاره د مسلکي روزنیزو پروګرامونو تطبیقول د بانکي کړنو د لا ښه کېدو لپاره ګټوره پرې وځي.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د زونونو آمرینو د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د زړو پیسو د راټولولو د څرنګوالي، د زونونو د کارکوونکو ګومارلو، د صرافانو کمښت، د هغوی د نظرونو په پام کې نیولو سره د بودجې ترتیبول، د زونونو امنیتي ستونزې، د ودانیو جوړول، د تخنیکي توکو د لېږد په وخت کې امنیتي مسایل او نورو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه بیان کړل.

په پای کې د افغانستان بانک دوېم مرستیال وویل که چیرې په یادو برخو کې قانوني خنډونه شتون ونلري، د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د سالمې ډله ییزې ادارې د پراختیا او د زونونو سره د همکارۍ په برخه کې هیڅ ډول هڅې نه سپموي.

د یادولو وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اووه ګونو زونونو د آمرینو سربېره د بشري منابعو عمومي آمر هم ګډون کړی و.