د افغانستان د بانکونو ټولنې سره د اسلامي بانکدارۍ د کمیټې غونډه جوړه شوه

کابل، د ۱۳۹۵ د کب ۱۷ د افغانستان بانک د لومړي مرستیال واحد الله نوشیر په مشرۍ د افغانستان د بانکونو ټولنې سره د اسلامي بانکدارۍ کمیټې غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ د کړنو د څرنګوالي په اړه خبرې او تبادل نظر وشو.

لومړی د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي واحد الله نوشیر د افغانستان د بانکونو ټولنې سره د دا شان غونډو د حساسه بللو په ترڅ کې وویل چې د دا ډول غونډو جوړول په هېواد کې د بانکدارۍ چارو د ښه والي لپاره ګټوره دی او په دودې بانکدارۍ او اسلامي بانکدارۍ کې د ستونزو د لرې کولو لپاره یو مهمه موضوع ده.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نوشیر زیاته کړه چې د افغانستان بانک د اسلامي بانکدارۍ د قانوني کولو په لور هیڅ ډول هڅې نه سپموي. له همدې کبله د افغانستان د بانکدارۍ په قانون کې د اسلامي بانکدارۍ د ورګډولو لپاره تعدیلات راوستي دي چې د ولسي جرګې له لوري تصویب شوي دي.

په دې غونډه کې د هېواد د اسلامي بانکدارۍ برخې سره د سعودي عربستان د اسلامي پراختیايي بانک د مالي مرستو د راجلبولو په برخه کې د افغانستان بانک د همکارۍ، په هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ د مقررو د ډله بندۍ د تعدیلاتو، د اسلامي بانکدارۍ لپاره د سکوکو یا بیه لرونکو پاڼو خپرول او د افغانستان د بانکونو ټولنې د اسلامي بانکدارۍ کمیټې سره د میاشتنۍ غونډو جوړولو په اړه هم بحث شوی دی.

په پای کې د یاد شویو موضوعاتو د آوریدو وروسته پرېکړه وشوه چې یاد شوي موضوعات د پروپوزل په بڼه چمتو شي څو د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي له لوري ورباندې غور وشي او په راتلونکي کې د هغه د تطبیق لپاره تصمیم ونیول شي.